کرېکټ: افغان ۱۹ کلنه لوبډله په اسیایي جام کې

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، رئیس احمدزی د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې روزونکی دی
    • Author, رئیس احمدزی
    • دنده, د ۱۹ کلنې لوبډلې روزونکی

په هره لوبه کې خلک د ملي لوبډلو پايلې ګوري او هغو ته خوشحالېږي، طبعآ زه هم د يوه مخکيني لوبغاړي او د افغان کرېکټ لوبډلې د مينه وال په توګه د ملي لوبډلې بریاو ته خوشحالېږم. خو زما لپاره د خوښۍ لوى ځاى دا دى چې موږ په زلميو لوبغاړو کې ښه ستوري ولرو او د سبا لپاره يې چمتو کړاى شو.

د ١٩ کلنو اسيايي جام په همدې لار کې يو ښه ګام دى. څو کاله وړاندې چې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې اسيايي جام وګټلو نو ډېر خلک يې حيران کړل.

خو د حيرانۍ خبره ځکه نه وه چې په هغه لوبډله کې د مجيب الرحمن، اکرام علي خېل، ابراهيم ځدراڼ او رحمن الله ګربز غوندې لوبغاړي لوبېدل چې اوس يې د نړۍ په لرو بر کې د کرېکټ مينه وال پېژني.

د هغې لوبډلې ځينې نور لوبغاړي هم شته چې په راتلونکو کلونو کې به يې جوهر ټولو ته روښانه شي.

له ښه مرغه د ١٩ کلنو په اوسنۍ لوبډله کې هم ګڼ داسې زلمي شته چې په راتلونکو کلونوکې به يې د افغانستان په ملي لوبډله او د نړۍ په ځينو شل اوريزو ليګونو کې ووينو.

نور احمد

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، ١٧ کلن چاينا من نور احمد یادوم چې خورا ښه کنټرول لري او بال ښه چورلوي

د يوه روزونکي په توګه نه غواړم د ډېرو نومونه واخلم او په دې ډول پر دغو تنکيو ځوانانو فشار واچوم خو يو لوبغاړى حتماً يادوم.

١٧ کلن چاينا من نور احمد یادوم چې خورا ښه کنټرول لري او بال ښه چورلوي. په کابل کې مې د روزنيز کمپ په ترڅ کې د ملي لوبډلې کپتان راشد خان د نور احمد د توپ اچولو نندارې ته راغوښتى و ان پر راشد خان د ده بالېنګ اغېز کړى و.

خو نور احمد به يوازينى ستورى نه وي. ګڼ نور لوبغاړي هم شته چې په راتلونکو اوونيو او مياشتو کې به يې ډېر خلک وپېژني. له ښه مرغه د افغانستان کرېکټ بورډ د دغو لوبغاړو روزنې ته ښه پلان لاره.

په تېرو څو مياشتو کې پر دوى کار وشو. د افغانستان فرسټ کلاس سياليو کې دغو لوبغاړو ته ځاى ورکړل شو چې په څلور ورځنيو لوبو کې برخه واخلي او خپل جوهر ښکاره کړي.

دا لوبغاړي د "يو يو" له فزیکي ازموينې هم بريالي وتلي دي په دې توګه دوى د فېټنس له پلوه هم چمتو دي.

شري لنکا ته هم تر اتلوليو يوه اوونۍ وړاندې راغلو او دوه لوبې مو وکړې چې په دواړو کې بريالي شوو. په دغو دوه لوبو کې نور احمد اووه لوبغاړي وسوځول.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، افغان نولس کلنه لوبډله په شري لنکا کې په تمریناتو بوخته ده

د ١٩ کلنو په اسيايي جام کې ټولې اته لوبډلې برخه لري. د افغانستان په شمول پنځه داسې لوبډلې دي چې د دې جام د پورته کولو توان پکې وينم.

زموږ لومړنۍ لوبه به د سپتمبر په پنځمه نېټه له پاکستان سره وي. دويمه لوبه مو د سپتمبر په اوومه له کويت سره او وروستۍ لوبه مو د سپتمبر په نهمه نېټه له هند سره ده.

دوه لوبډلې به دويم پړاو او نيمه پايلوبو ته رسېږي. په همدې دليل په لومړنۍ لوبه کې له پاکستان سره زموږ سيالي خورا مهمه ده. که دغه لوبه مو وګټله نيمه پايلوبې ته د رسېدو کار مو ډېر اسانه کېږي.

خو زما لپاره تر ټولو لوى هدف دا دى چې دا لوبغاړي وځلېږي او خپله وړتیا وښيي.

زلمي لوبغاړي که پر لوبه ، خپل فېټنس او تمرين پام وکړي نو د سبا لوى ستوري به وي. په همدې دليل زه نه غواړم چې مينه وال پر دې لوبغاړو سر له اوسه فشار ډېر کړي.

راځئ د دوى له وړتیا او لوبو خوند واخلو او په دې هيله و اوسو چې يوه نه يوه ورځ به دوى نه يوازې د افغانستان بلکې د نړۍ د پام وړ کرېکټ ستوري وي.