کرېکټ کې د 'پچې نه اچولو' قانون څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالرشید شکور
- دنده, بي بي سي اردو کراچۍ
د پاکستان د کرېکټ بورډ له خوا اعلان شویو لومړی درجه سیالیو (فرسټ کلاس) کې په زړه پورې څه دا دي چې دا سیالۍ له پچې اچونې پرته پیلیږي.
د پاکستان د کرېکټ د لومړي درجه سیالیو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې دا اتلولي له پچې اچونې پرته کېږي.
کرکټ سیالیو کې د پچې نه اچونې قانون څه دی؟
د پاکستان د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ پخوانی مشر هارون رشید د بي بي سي اردو څانګې ته د دې قانون په اړه وویل چې په عادي ډول هره سیالۍ په پچه اچولو پیلېږي. دا کال د "قاید اعظم ټرافي" په څلور ورځنیو سیالیو کې دا لاره خپله شوې که چېرې میلمه لوبډله لومړۍ توپ اچونې ته زړه ښه کړي نو بیا پچه نه اچول کېږي خو که هغوی توپ اچونه یا بالینګ ونه کړي، نو بیا پچه اچول کېږي.
د پچې نه اچولو قانون ته څه اړتیا پېښه شوه؟
د هارون رشید په وینا، داسې لیدل شوي چې په لومړۍ درجه کرېکټ سیالیو کې کوربه لوبډله د میلمه لوبډلې له کمزورۍ ګټه اخلي او په خپله خوښه ځانته ویشتنځی (پیچ) ټاکي.
د دې نوې تګلارې د ښودلو هدف دا دی چې په لوبه کې انډول رامنځته شي چې کوربه لوبډله هم بې ځایه ګټه ونه کړي او لوبه له روڼوالي سره مخته لاړه شي.
له پاکستان مخکې دا قانون چېرته پلی شوی و؟
تر ټولو مخکې په لومړۍ درجه سیالیو کې د پچې نه اچولو د قانون طرحه انګلستان کې رامنځته شوه.
د انګلستان او ویلز کرکټ بورډونو په ۲۰۱۶ میلادي کې د خپلو کرېکټ کمېټیو د غړو اینډریو سټراوس، ټام هیریسن او اینډي فلاور د وړاندیز له مخې په کرېکټ سیالیو کې دا قانون خپل کړ.
د دې قانون د خپلولو له امله دا هم بلل شوې چې په دې څلور ورځنيو کرېکټ سیالیو کې ښه ویشتنځی وستایل شي، مګر وروسته دوام نه شي کولی.
تېر کال د اسټرالیا د بېګ باش په ۲۰ اوره سیالیو کې د سکې پرځای د کرېکټ بېټ هوا ته پورته شو او د پچې اچولو نوی تجربه وشوه.

د عکس سرچینه، HULTON ARCHIVE
په نړیوال کرېکټ کې د پچې اچولو شا لید
تېر کال د کرېکټ نړیوالو سیالیو کې د پچې نه اچولو او یا مېلمه لوبډلې ته یې د واک سپارلو طرحه رامنځته شوه.
د دې لامل دا و چې د خراب ویشتنځي په اړه د کرېکټ نړیواله شورا ته شکایتونه رسیدلي وو، خو دې شورا په سیالیو کې پچه اړینه وبلله.
په ۱۷۴۴ میلادي کال کې د کرکېټ لپاره قانون رامنځته شو چې په کې د پچې ګټونکي لوبډلې دا اختیار درلود چې توپ وهنه کوي او که توپ اچونه.
په ۱۷۷۴ میلادي کال کې د کرېکټ دا قانون بدل شو او واک یې میلمه لوبډلې ته ورکړ، خو له ۱۸۰۹ میلادي کال تر اوسه دا لار خپله شوې چې چا پچه وګټله نو یا به توپ اچوي او یا به توپ وهنه کوي.









