کرېکټ: له دوه کلن ځنډ وروسته شري لنکا لوبغاړي پاکستان کې لوبه کوي

شري لنکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان او شري لنکا د کرېکټ بورډونو پرېکړه کړې څو ټیسټ سیالۍ په ډیسمبر کې ترسره کړي.

د شري لنکا د کرېکټ ملي لوبډلې پرېکړه کړې چې راتلونکې میاشت به په پاکستان کې یو ورځنۍ او ۲۰ اورېزې نړېوالې لوبې ترسره کړي.

د شري لنکا او پاکستان د کرېکټ سیالیو مهالوېش هم اعلان شوی دی، د مهالوېش مطابق د کرېکټ درې یو ورځنۍ لوبې به د دې هېواد په کراچۍ او ۲۰ اوریزه سیالۍ به په لاهور کې ترسره شي.

دا درې یو ورځنۍ نړېوالې سیالۍ به ۲۷م، ۲۹م او دوېیم د اکتوبر ترسره شي د کراچۍ په نړېوال لوبغالي کې ترسره شي.

بلخوا به د لاهور په قذافي لوبغالي کې درې ۲۰ اوريزه لوبې په پنځم، اووم او ۹ د اکتوبر ترسره شي.

د شري لنکا د کرېکټ لوبډله به په ۲۵م د سېپټمبر کراچۍ ته ورسېږي.

ټیسټ سیالۍ به چېرته ترسره شي؟

همدارنګه د پاکستان او شري لنکا د کرېکټ بورډونو پرېکړه کړې څو ټیسټ سیالۍ په ډیسمبر کې ترسره کړي. که څه هم دوی نه دي ویلي چې دا سیالۍ به په پاکستان کې کېږي او که متحده عربي اماراتو کې، خو د پاکستان د کرېکټ بورډ تمه ښودلې چې د یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو سیالیو په بریالي ثابتېدو وروسته به ټیسټ سیالۍ هم دې هېواد کې ترسره کیږي.

شري لنکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا لړۍ د کرېکټ د نړېوالې شورا (ای.سي.سي) د نړیوال ټېسټ د اتلولۍ یوه برخه ده.

د پاکستان د کرېکټ بورډ هڅه کوي چې شري لنکا سره د دوو ټیسټ سیالیو په لړ کې یوه پاکستان کې چمتو کړي.

تېرو ورځو کې د شري لنکا د سپورټ وزیر هارین فرنینډو د یوه غونډې په ترڅ کې اعلان کړی و چې شري لنکايي لوبډله به پاکستان کې د کرېکټ د یو ورځنۍ سیالۍ لړۍ ترسره کړي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر احسان ماني د جمعې په ورځ د شري لنکا د کرېکټ بورډ له مشر سره خبرې کړي چې د ټېسټ له لړۍ وروسته د لومړي شل اوریزه لوبو پرېکړه وشوه.

دا لړۍ د کرېکټ د نړېوالې شورا (ای.سي.سي) د نړیوال ټېسټ د اتلولۍ یوه برخه ده.

د ښاغلي ماني په وینا د شري لنکا د کرېکټ بورډ د هغو هڅو قدرداني کوي چې د پاکستان کرېکټ بورډ یې په هېواد کې د نړیوال کرېکټ د راګرځولو لپاره کوي.

د ۲۰۰۹ کال د مارچ پر درېیمه لاهور کې د قذافي لوبغاړي ته څېرمه د شري لنکا کرېکټ پر لوبغاړو برید وشو، چې شپږ پولیس او یو چلوونکی پکې ووژل شول.

پاکستان

په پاکستان کې د سریلانکا وروستی نړیوالې لوبې د ۲۰۱۷ میلادي د اکتوبر په میاشت کې د قذافي په سټیډیم کې شوې وې - د همدې لړۍ درېیم او وروستۍ ۲۰ اوریزې، ټیسټ او یو ورځنیو لوبو وروسته لومړۍ دوه ۲۰ اوریزې بیا په متحده اماراتو کې لوبېدلې وې.

د دوی د وروستي ټیسټ سیالۍ د ۲۰۰۹میلادي کال په مارچ کې شوې وې، وروستی ځل هم پاکستان د ټیسټ سیریز کوربه و.