کرېکټ نړیوال جام: شري لنکا افغانستان ته په ۳۴ منډو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې شري لنکا افغان لوبډلې ته په ۳۴ منډو ماته ورکړه. دغه سيالي چې د کارډېف سوفیا ګارډن لوبغالي کې ترسره شوه پچه يې افغانستان وګټله او لومړی یې شري لنکا ته د توپوهنې یا بټېنګ بلنه ورکړه.
له ۳۳ اورونو وروسته لوبه د باران له کبله د کابو دوه ساعتونو لپاره ودرول شوه. وروسته امپایر پرېکړه وکړه چې لوبه دې ۴۱ اورونو ته را کمه شي.
د شري لنکا ټوله لوبډله په ۳۷م اور کې په ۲۰۱ منډو وسوځېده. خو افغانستان لپاره هدف ۱۸۷ ټاکل شوی دی او لامل یې دا و چې اورونه راکم شوي وو.
د افغانستان لپاره شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځي لوبه پیل کړه. شهزاد یو ځل بیا پر وېکټه پاتې نشو او یوازې په ۷ منډو وسوځېد. حضرت الله ځاځي په ۳۰ منډو خپله وېکټه وبایلله.
ورپسې رحمت شاه په ۲ منډو او حشمت الله شهیدي هم په ۴ منډو ژر وسوځېدل. محمد نبي په ۱۱ منډو وسوځېد.

د عکس سرچینه، Getty Images
نجیب او ګلبدین د ۶۴ منډو ملګرتیا وکړه او افغانستان یې برلاسی کړ خو ګلبدین په ۲۵مه اوور کې په ۲۳ منډو وسوځېد. ورپسې راشد خان هم په ۲۷م اوور کې په ۲ منډو خپله وېکټه وبایلله. دولت ځدراڼ په دوه منډو د ملېنګا په بال اوټ شو.
نجیب ځدراڼ تر یوه ځایه افغانستان ته هیله ورکړې وه خو په ۳۲م کې دی هم رن اوټ شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
شري لنکا د لوبې پیل خورا ښه و او اوپنرانو یې د ۹۲ منډو ملګرتیا وکړه. ورپسې د دویمې ویکټې لپار هم د ۵۲ منډو ملګرتیا وشوه. خو په ۲۲م اور کې محمد نبي د لوبې بڼه د افغانستان په ګټه بله کړه.
د شري لنکا اوپنر کوشال پرېرا تر ډېره پر وېکټه ولاړ و او ۷۸ منډې یې وکړې خو په ۳۳م اوور کې د راشد خان په توپ وسوځېد.
د افغانستان لپاره محمد نبي څلور وېکټې واخیستې . نوموړي په ۲۲م اوور کې ۳ و ېکټې واخیستې او د شري لنکا د منډو سرعت یې ټکنی کړ.
راشد خان دوه، دولت ځډراڼ دوه او حمید حسن هم وېکټه واخیسته، خو حمید د پیل په اورونو کې ډېرې زیاتې منډې هم ورکړې.
افغان بالرانو په دغه لوبه کې په ۳۷ اوروو کې ۳۵ اضافي منډې ورکړې.
د افغانستان له لوري هماغه لوبډله دغه سیالۍ کې ولوبېده چې د اسټرالیا سره یې سیالي وکړه او د شري لنکا لوبډله کې یوازیني بدلون سره د نوان پردیپ پر ځای جیون منډس اخیستل شوی و.
د افغانستان راتلونکي لوبه د جون میاشتې په اتمه نېټه له نیو زیلنډ سره په ټاونټن ښار کې ده.
دغو سیالیو کې دواړو لوبډلو مخکینۍ لوبې بایللې چې افغانستان له اسټرالیا او شري لنکا له نیوزیلنډه ماتې خوړلې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال جام سیالیو په درجه بندۍ کې د پواینټونو پر بنسټ افغانستان دا مهال نهم او شري لنکا لسم ځای لري. له نیوزیلنډ سره لوبه شري لنکا په لسو وېکټو بایلوده او دې سره یې رنریټ هم ډېر ښه نه دی.
د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان او شري لنکا تر منځ لوبه شري لنکا له یوې سختې سیالۍ وروسته په څلورو منډو ګټلې وه، خو د تېر کال اسیا جام سیالیو کې افغانستان د هغې ماتې غچ داسې واخیست چې شري لنکا ته یې نه یوازې ماتې ورکړه، بلکې له سیالیو یې بهر کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د ۲۰۱۵ کال له نړیوال جام سیالیو راهیسې په یوه ورځنیو لوبو کې د افغانستان ګټلو لوبو شمېر هم تر شري لنکا ډېر دی. کاردیف کې د بي بي سي خبریالان به د همدې پاڼې له لارې د سیالۍ تازه حال درکوي.
سوفیا ګارډنز لوبغالی د ډېرو منډو جوړېدو لپاره مشهور دی او په اوسط ډول د ګټونکو لوبډلو د ټولټال منډو شمېر ۳۲۲ ته رسېږي. خو شري لنکا لوبډله پر دغه ډګر ښه مخینه نه لري. دغې لوبډلې د کاردف سوفیه ګارډنز کې پنځه یوه ورځنۍ او یوه ټیسټ لوبې کړې چې ټولې یې بایللې دي.
د کرېکټ لوبو اړوند وېبپاڼه کرکټ انفو د افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب له قوله وايي چې ''یو - دوه کاله کېږي چې یوه ورځنیو لوبو کې د شري لنکا لوبډلې فعالیت ډېر ښه نه دی او موږ فرصت لرو چې له دوی سره سیالي کې وړتیا وښیوو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images










