محمد نبي: نړیوال جام ته د لوبو د ګټلو لپاره راغلي یو

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او الرونډر محمد نبي وایي، افغان لوبډله د کرېکټ نړیوال جام سیالیو ته د بایللو لپاره نه، بلکې د لوبو د ګټلو لپاره راغلې ده.
محمد نبي وایي، له ۲۰۱۵ کال را په دې خوا په افغان لوبډله کې خورا ډېر مثبت بدلون راغلی او لامل یې دا دی چې افغان لوبډلې په دې موده کې خورا ډېرې لوبې کړې دي.
د ښاغلي نبي په وینا، په کور د ننه هم اوس له افغان لوبډلې د مینه والو تمه ډېره شوې ده، او دا ځکه چې دوی په دې وروستیو کې د بنګله دېش، سري لنکا او پاکستان په څېر لوبډلې نه لوبې وګټلې.
دی وایي، په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د بریا چانسونه ډېر دي، او ملي لوبډلې له ډېرې مودې راهیسې دې سیالیو ته چمتووالی نیوه.
"زموږ دوه یا درې لوبغاړي په ای پي اېل کې هم ولوبېدل. یعنی دوی د پیاوړو لوبغاړو پر وړاندې د لوبې تجربه لري. ورسره مو له پاکستانه هم تمریناتي لوبه وګټله".

د عکس سرچینه، ACB
محمد نبي زیاتوي:
"کرېکټ په افغانستان کې تر ټولو لویه لوبه ده. کله چې کرېکټ وي، نور کارونه په ټپه ولاړ وي. له پاکستان سره مو لوبه که څه هم تمریناتي وه خو ټول ولس زموږ بریا ولمانځله. د لوبډلې روحیه لوړه ده".
شنونکي په دې باور دي چې افغانستان به د نړیوال جام په سیالیو کې پر خپلو سپېن بالرانو ډېره تکیه کوي.
د هند لوبډلمشر وېرات کوهلي وایي، د راشد خان پر وړاندې لوبه کول ورته تر ټولو سخته ده او هېڅ د هغه په توپ اچونې یا بالنګ یې سر نه خلاصېږي.

د عکس سرچینه، ACB
خو پخپله محمد نبي هم د پاکستان پر وړاندې په تمریناتي لوبه کې ښه وځلېد او ۳ وېکټې یې واخیستې.
د دوی ترڅنګ ځوان سپېنر نجیب ځدراڼ هم اوس د اي پي اېل په څېر سیالیو کې د لوبې تجربه لري او حساب ورباندې کېږي.
افغانستان به خپله دویمه تمریناتي لوبه سبا دوشنبه د می میاشتې پر ۲۲مه نېټه د کوربه هېواد انګلنډ پر وړاندې کوي.
له هغه وروسته د نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د اسټرالیا پر ضد ده.










