دلته کولی شئ په انګلنډ کې د ۲۰۱۹ کرېکټ نړيوال جام د هرې لوبې پايله اټکل کړئ او وګورئ چې د بي بي سي شننونکي درسره همغږي دی که نه.
1/5: AFG مخالفه لوبډله AUS
د افغانستان لومړۍ لوبه سخته ده. اسټرالیا تېر کال په انګلستان کې ښه لوبه نه وه کړې. خو له هغه وروسته ښه ځلېدلې او دې نړیوال جام ته له نوې لوبډلې سره راځي. دا د افغانستان لپاره ښه زېری نه دی، او افغان اتلان به د سري لنکا پر وړاندې دویمې لوبې ته سترګې پر لار وي.
4/5: AFG مخالفه لوبډله SRL
سري لنکا د یوې ځوانې لوبډلې پر جوړولو بوخته ده. دوی د لوبې پر وخت وېره نه لري. خو د تجربې کمښت ښایي د افغان لوبډلې پر وړاندې یوه ستونزه وي. داسې افغان لوبډله چې اوس په نړیوال دریځ ځان ثابتوي. افغانان هم ښایي ډېره تجربه ونلري، خو روحیه او پیاوړي توپ اچوونکي یې ښایي بریالي کړي

پایله: د افغانستان بریا
8/5: AFG مخالفه لوبډله NZL
نیوزیلنډ د تېر نړیوال جام پایلوبې ته رسېدلی و. مطلب دا هم د افغانستان لپاره سخته لوبه ده. نیوزیلنډ لوبډله کې لوی ستوري نشته، خو د یوې لوبډلې په توګه ښه لوبه کوي او پیاوړې روحیه لري. که څوک پکې ژوبل شول نو جلا خبره ده، خو بیا هم دا لوبه ګټل به د افغانستان لپاره ګران کار وي

پایله: د نیوزیلنډ بریا
15/5: SAF مخالفه لوبډله AFG
سویلي افریقا ښه تېز بالران او پیاوړي توپ وهونکي لري، چې هره لوبډله ماتولی شي. له افغانستان سره لوبه کې به هم مهمه خبره دا وي چې د کوم هېواد بالران ښه توپ اچونه کوي. خو تېر ته په کتو سویلي افریقا به لوبه وګټي.

پایله: د سویلي افریقا بریا
18/5: ENG مخالفه لوبډله AFG
کوربه هېواد انګلنډ په زغم سره خپله ځوانه لوبډله چمتو کړې ده. اوس دوی یوه پیاوړې لوبډله لري او تر پایلوبې رسېدلی شي. توپ وهونکي یې بې وېرې لوبه کوي او بالران یې هم پیاوړې دي. د افغانستان لپاره دا هم ګرانه لوبه ده. خو دا ټکی مهم دی چې انګلستان په کور لوبه کوي او د خپلو مینه والو پر وړاندې ځینې وخت لوبډله تر فشار لاندې وي. خو افغانستان ته به بیا هم ماته ورکړي

پایله: د انګلنډ بریا
22/5: IND مخالفه لوبډله AFG
د هند ډېری لوبغاړي د خپل غوره لیګ سیالیو کې بوخت وو او وېره شته چې ځینې به ژوبل یا ستومانه وي. خو په دوبي کې د انګلنډ وېکټې د هند توپ وهونکو لپاره ډېرې مناسبې دي. ځینې افغان لوبغاړي هم د هند غوره لیګ کې لوبېدلي او له هندي لوبغاړو سره به بلد وي. خو افغانستان تر اوسه کومې ډېرې پیاوړې لوبډلې ته ماته نه ده ورکړې، او دا لوبه هم ورته ګرانه ده.

پایله: د هند بریا
24/5: BGD مخالفه لوبډله AFG
افغانستان او بنګله دېش نسبتاً کمزورې لوبډلې دي او دا به مهمه وي چې له دې لوبې وړاندې دواړه څنګه ځلېدلې دي. د ساوت همپټن وېکټه ښایي د بنګله دېش توپ وهونکو سره مرسته وکړي، خو افغان سپېن بالرانو لپاره به هم ښه وي. دواړو لوبډلو تېر کال یو بل ته ماته ورکړې، خو د دې لوبې په اړه اټکل کول ګران کار دی.

پایله: نامالومه
29/5: PAK مخالفه لوبډله AFG
افغان ملي لوبډلې تر اوسه له پاکستانه لوبه نه ده ګټلې، خو نولس کلنو یې په دې وروستیو کې د پاکستان پر وړاندې ښه لوبه کړې. د افغان مینه والو یو لوی ارمان به دا وي چې پاکستان ته ماته ورکړي. دا روحیه ښایي له افغان لوبډلې سره هم مرسته وکړي. خو په لیډز ښار کې د پاکستان مینه وال زښت ډېر مېشت دي او لوبډله به یې داسې احساس کوي چې په کور کې لوبېږي. که افغان بالران ښه وځلېږي نو هر څه شوني دي

پایله: نامالومه