کرېکټ؛ افغانستان ایرلنډ ته په ۱۲۶ منډو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان دویمه لوبه په ۱۲۶ منډو وګټله

افغانستان نن سه شنبه په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې ایرلنډ ته په ۱۲۶ منډو لویه ماتې ورکړه. شهزاد محمدي ۱۰۱ منډې وکړې او ګلبدین نایب شپږ وېکټې واخیستې. له دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه لوبو لړۍ مساوي پای ته ورسېده. ایرلنډ لومړۍ لوبه په ۷۲ منډو ګټلې وه.

د دویمې لوبې پچه ایرلنډ وګټله اوافغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې نن د حضرت ځاځي او محمد نبي پر ځای نور علي ځدراڼ او نجیب ځدراڼ لوبډله کې اخیستي.

د افغانستان لپاره د لوبې پیل محمد شهزاد او نور علي ځدراڼ وکړ. نور علي ژر وسوځېد او یوازې پنځه منډې یې وکړای شې، خو شهزاد نن ښه وځلېد او ۱۰۱ منډې یې جوړې کړې.

له شهزاد سره رحمت شاه هم پر ېکټه ودرېد او ۶۲ منډې یې وکړې. دوی دواړه په خپلو منځو کې د ۱۵۰ منډو ملګرتیا هم وکړه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، شهزاد ۱۰۱ منډې وکړې

تر دوی وروسته نجیب ځدراڼ تېزه لوبه وکړه او په ۶۰ منډو نا سوځېدلی پاتې شو. حشمت الله شهیدي هم ۴۷ منډې جوړې کړې.

په پای کې افغانستا په خپلو ۵۰ اورونو کې ۳۰۵ منډې وکړې او ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل.

د ایرلنډ لپاره د ۳۰۶ هدف اسان نه و، او دا ځل افغان بالران هم ښه وځلېدل. ایرلنډ خپله لومړۍ وېکټه په ۲۹ منډو وبایلله.

که څه هم پاول سټرلنګ پنځو او ویسن ۳۴ منډې وکړې، خو د ایرلنډ نور توپ وهونکي دا ځل د افغان بالرانو پر وړاندې ډېر ټینګ نه شول.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، پچه ایرلنډ وګټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه

د افغان لوبډلې کپتان ګلبدین نایب په خپلو ۹ اعشاریه ۲ اورونو کې ۴۳ منډې وکړې او د ایرلنډ ۶ لوبغاړي یې وسوځول. دولت ځدراڼ، افتاب عالم او رحمت شاه هم یوه یوه وېکټه واخیستله.

په پای کې د ایرلنډ ټوله لوبډله په دوه څلوېښتم اور کې په ۱۷۹ منډو وسوځېده او په دې توګه افغانستان دا لوبه په ۱۲۶ وګټله.

د دې لړۍ لومړۍ لوبه ایرلنډ په ۷۲ منډو ګټلې وه.

افغانستان دا لوبې د نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه کوي. له دې وروسته به افغان لوبډله د جمعې پر ورځ له پاکستان او بیا د می میاشتې پر ۲۷مه نېټه له کوربه هېواد انګلنډ سره لوبه کوي.