کرېکټ؛ايرلنډ افغانستان ته په ۷۲ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې او ا ایرلنډ لوبډلې ترمنځ لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه ايرلنډ په ۷۲ منډو وګتله.
د افغانستان لوبډلمشر ګلبدین نایب د لوبې پچه وګټله او ایرلنډ ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. دا لوبې نړیوال جام سیالیو ته د چمتو والي لپاره کېږي.
افغان کپتان ګلبدین نایب د هوا وضعیت ته په کتو سره سهار د پچې تر ګټلو وروسته لومړی ایرلنډ ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه، ځکه نمجنه وېکټ عموماً له بالرانو سره مرسته کوي.
ایرلنډ په ۴۹ اورو کې خپلې ټولې لس وېکټې له لاسه ورکړې او ۲۱۰ منډې یې جوړې کړې.
افغانستان د بریا لپاره ۲۱۱ منډې پکار وې خو په دې بريالي نشول چې ټاکلی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله په ۱۳۸ منډو وسوځېده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره دولت ځدراڼ درې، افتاب عالم درې، راشد خان دوه او ګلبدين نايب يوه وېکټه واخیسته.
د ايرلنډ لپاره پاول سټرلېنګ تر ټولو ډېرې ۷۱ منډې وکړې، پر نوموړي سربېره وېليم پورټرفيلډ ۵۳ او کېون اوبراين ۳۲ منډې وکړې.
لکه څنګه چې تمه کېده افغان توپ وهونکو هغسې لوبه وکړه، د پيل درې وېکټې يې ژر له لاسه ورکړې. اصغر افغان ۲۹، محمد نبي ۲۷ او ګلبدين نايب ۲۰ منډې وکړې.

د عکس سرچینه، ACB
تر دې وړاندې افغانستان له سکاټلنډ سره هم دوه تمریناتي لوبې درلودې، چې لومړۍ هغه یې د باران له کبله لغوه شوه او دویمه لوبه افغانستان وګټله.
د نړیوال جام سیالیو لپاره به افغانستان دوه نورې تمریناني لوبې هم کوي، چې لومړۍ یې د می میاشتې پر ۲۴مه نېټه له پاکستان سره او دویمه یې د می پر ۲۷مه نېټه له کوربه هېواد انګلستان سره ده.










