کرېکټ: افغانستان په ټیسټ لوبه کې ایرلنډ ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان اسلامي بانک جام د يوازينۍ ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ افغان ملي لوبډلې د ایرلنډ د ۱۴۷ منډو هدف د درې ويکټو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او په دې سره یې ټیسټ لوبه وګټله.
دا لوبې د هند په دهراودون ښار کې روانې وې.
ایرلنډ په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۲ منډې وکړې چې افغانستان یې په ځواب کې ۳۱۴ منډې ترسره کړې.
دویمه پاڼۍ کې د ایرلنډ ټول لوبغاړي په ۲۸۸ منډو وسوځېدل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۴۷ منډو هدف ټاکه.
د لوبې په څلورمه ورځ افغان ملي لوبډلې د ایرلنډ د ۱۴۷ منډو هدف د درې ويکټو په سوځېدو سره ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د ټیم په بریا مبارکي وړاندې کړې او په پښتو یې لاندې ټویټ کړی:
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان کرېکټ لوبډلمشر اصغر افغان وویل "دا د افغانستان، زموږ لوبډلې او زموږ خلکو لپاره یوه تاریخي ورځ ده."
اصغر افغان په لومړي پړاو کې ۶۷ منډې کړې وې.
ښاغلي افغان ویلي: "باولران راشد خان او یمین احمدزی ډېر ښه وو. اوس موږ سوېلي افریقا ته د نړیوال کپ چمتووالي لپاره روان یو. موږ به تر خپله وسه هڅه وکړو چې ښه ولوبېږو."
احسان الله جنت د څلورم افغان لوبغاړي په توګه په دې لوبه کې نیمه سلیزه ترلاسه کړه.
دا یې لومړنۍ ټیسټ لوبه ده او د ۱۰۸ توپونو په لوبولو یې ۵۰ منډې ترلاسه کړې چې دوه شپږیزې او ۶ څلوریزې یې په پاڼۍ کې شاملې دي.

د عکس سرچینه، ACB
رحمت شاه او احسان الله جنت په دویمه ويکټ سل منډې ملګرتیا هم پوره کړه.
رحمت شاه هم یو ځل بیا له ایرلنډ سره د یوازينۍ ټیسټ لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیمه سلیزه پوره کړه.
نوموړي د ۷۷ توپونو په لوبولو او ۱۰ څلوریزو په ترلاسه کولو سره پنځوسیزه وکړه.
په تیسټ سیالیو کې راشد خان د لومړني افغان توپ اچوونکي په توګه پنځه لوبغاړي وسوځول.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
نوموړي تېره ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې د خپلو ویکټو اخیستو په اړه وویل چې د لوبډلې اړتیا پر وخت یې ورته ویکټې اخیستي.
د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ ټیسټ لوبه تېره جمعه (کب ۲۴/مارچ۱۵) د هندوستان په دهرادون کې پیل شوې وه.









