راشد خان د شل اوریزو لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې راشد خان یې د شل اوریزو لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې د نوي کپتان په توګه غوره کړی دی.
کرېکټ بورډ همدا راز اعلان کړی چې نجیب ځدراڼ به په شلو اوریزو لوبو کې 'نایب کپتان' یا د راشد خان مرستیال وي.
په دې اړه د افغانستان د کرېکټ بورډ اعلامیه کې راغلي: "راشد خان، چې د کرېکټ د نړۍ یوه پېژندل شوې څېره ده، د کرېکټ بورډ د رئیس په مشرۍ د دې ادارې د مشرتابه لخوا کپتان وټاکل شو".
کرېکټ بورډ وایي، راشد خان یې په تېرو کلونو کې د هغه تجربې، ښې لوبې او د مشرۍ وړتیاو ته په کتلو کپتان ټاکلی دی.
راشد خان تر دې وړاندې هم د افغان ملي لوبډلې کپتانيکړې ده، خو په تېر کې یې ویلي چې د لوبډلې مشرۍ ته ډې لېواله نه دی او غواړي خپلې لوبې ته ډېر پام وکړي.
یاده دې وي چې د افغانستان کرېکټ بورډ په تېره می میاشت کې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره هم حشمت الله شهیدي د نوي کپتان او رحمت شاه د 'نایب کپتان' په توګه ټاکلي وو.
د شل اوریزو لوبو نړیوال جام

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ بورډ داسې مهال د شل اوریزو لوبو لپاره نوی کپتان اعلانوي چې د دې سیالیو نړیوال جام ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.
ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام په راتلونکې اکتوبر میاشت کې په متحده عربي اماراتو او عمان کې ترسره شي.
افغانستان د دې ټورنامنټ لپاره په B ګروپ کې له هند، انګلستان او سویلي افریقا سره ځای لري.
په شل اوریز کرېکټ کې د افغان ملي لوبډلې لاسته راړونو ته په کتو، مینه وال تمه لري چې دا ځل یاده لوبډله په نړیوال جام کې ښه لوبه وکړي.
د افغانستان په ملي لوبډله کې د کپتانۍ په اړه پرېکړو له دې وړاندې په لوبډله کې دننه او همدا راز د مینه والو ترمنځ ناندرۍ هم زېږولې دي.
په ۲۰۱۹ کال کې په داسې حال کې چې ملي لوبډله د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره انګلستان تلله، کرېکټ بورډ هغه مهال په یوه ناڅاپي او حیرانوونکې پرېکړه کې اصغر افغان له لوبډلمشرې لېرې کړ او پر ځای یې ګلبدین نایب کپتان وټاکه.
په هغه نړیوال جام کې افغان لوبډلې خپلې ټولې ۹ لوبې وبایللې، چې له کبله یې کرېکټ بورډ د مینه والو له سختو نیوکو سره مخ شو.










