کرېکټ: کرټس کيمفر پرلپسې د څلور لوبغاړو په سوځولو د راشد خان او ملېنګا رېکارډ برابر کړ

کیمفر

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عبدالرشید شکور
    • دنده, بي بي سي

د دوشنبې پر ورځ د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام لړ کې د هالنډ او ایرلنډ تر منځ سیالۍ کې د ایرلنډ لوبغاړي کريټس کيمفر خوښي د لیدو وه، چې پر څلورو پرلپسې توپونو یې د مقابل لوري څلور لوبغاړي وسوځول.

دې سره کیمفر د افغانستان له راشد خان او د سري لنکا له لستھ مالېنګا سره سیال شو چې له دې مخکې یې د شل اووریزو نړیوالو سیالیو کې پرلپسې څلور لوبغاړي سوځولي دي.

د یادونې ده، چې ایرلنډ دا لوبه په اووه ویکټو وګټله. هالنډ لوبډلې ایرلنډ ته د ۱۰۷ منډو هدف ټاکلی و.

هالنډ لوبډلې د ۱۰ م اوور لوبه کوله چې د کیمفر بخت یاري ورسره پیل کړه، لومړی یې کولن ایکرمن د وکټ ساتونکي نیل راک په لاس کېچ اوټ کړ، په دویم توپ یې راین ټین ډیشکاټې ایل بي ډبلیو وسوځاوه، او بیا سکاټ ایډورډز هم و نه توانید د کیمفر هیټ ټریک 'پر دریو پرلپسې توپونو د دریو لوبغاړو سوځولو ' پر وړاندې خنډ شي.

دا کیسه همدلته پای ته و نه رسېده، بلکې روئلوف وان ډر مروو څلورم لوبغاړی شو، چې د کیمفر له لاسه بولډ اوټ وسوځېد.

کیمفر په شل اوریزو سیالیو کې د ایرلنډ لومړنی لوبغاړی دی، خو دې سره د نړۍ یوازینیو درې لوبغاړو کتار کې هم شامل شو، چې په نړیوالو شل اووریزو کې یې پرلپسې څلور ویکټې ترلاسه کړې.

د راشد خان پیلامه

راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې مخکې افغان لیګ سپنر راشد خان د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۴ د هند په دېره دوون کې له ایرلنډ سره د افغانستان شل اوریزه لوبه کې د څلورو پرلپسې توپونو بدل کې څلور ویکټې تر لاسه کړې دي.

راشد خان هغه لوبه کې د خپل دویم اوور پر وروستي توپ د کیون اوبراین ویکټه واخیسته، د دریم اوور په لومړي توپ یې جارج ډاکریل د محمد نبي د یوه سخت کېچ له لارې له میدانه بهر کړ، شان ګیټیکیټ د هټ ټریک لپاره د راشد خان د توپ ښکار شو او ورپسې څلورم ګګلي توپ سیمي سینګ د راشد خان له لاسه ایل بي ډبلیو او له لوبې بهر کړ.

د سري لنکا چټک بالر لستھ مالېنګا بیا د ۲۰۱۹ د سپتمبر پر شپږمه پالیکې کې د نیوزیلنډ څلور لوبغاړي پر پرلپسې څلور توپونو وسوځول.

مالېنګا له نیوزلنډ سره د لوبې دریېم اوور کې د کالن منرو ویکټه واخیسته او شل اوریزو کې یې د ویکټو سلیزه بشپړه کړه.

پر دویم توپ یې د همیش ردرفرډ د ایل بي ډبلیو غوښتنه لوبڅار رد کړه، خو له بیا ارزونې وروسته یې ومنله.

ورپسې لوبغاړی کالن ډي ګرینډ و، چې و نه توانېد د مالېنګا له یارکر توپه خپله ویکټه وساتي.

مالېنګا د څلورو توپونو له لارې د څلورو لوبغاړو سوځولو عادت یو ځل بیا تکرار کړ او پر څلورم توپ یې راس ټېلر هم ایل بي ډبلیو له میدانه بهر کړ.

د یادونې ده چې مالنګا د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام پنځوس اووریزو سیالیو کې هم له سویلي افریقا سره سیالیو کې د څلورو پرلپسې توپونو بدل کې څلور لوبغاړي سوځولي وو.