کرېکټ: راشد خان د ۲۰۱۸ کال غوره لوبډله کې ځای وموند

راشد خان

د عکس سرچینه، CricTracker

د عکس تشریح، راشد خان همدارنګه د روان ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د خپل هېواد د لارموندنې پرمهال هم غوره بور لوبولی.

راشد خان د ۲۰۱۸ کال یو ورځنیو لوبو مخکښ ویکټ اخیستونکی بلل شوی.

نوموړي د ۱۴٫۴۵ په اوسط ۴۸ ویکټې اخیستې دي.

راشد خان همدارنګه د روان ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د خپل هېواد د لارموندنې پرمهال هم غوره بور لوبولی.

د کرېکټ نړیوالې شورا په اعلان شوې لوبډله کې څلور - څلور لوبغاړي د انګلستان او هندوستان دي.

پاتې درې نور لوبغاړي له افغانستان، بنګله دېش او نیوزیلنډ څخه ټاکل شوي.

۲۰۱۸ کال کې د راشد خان نوي رېکارډونه

راشد خان په ۲۰۱۸ کال په ۵۰ اوریزو لوبو کې تر ټولو ډېرو وېکټو اخیستو ریکارډ خپل کړی و.

همدا ډول راشد خان د ۲۰۱۸ کال لومړی لوبغاړی دی چې د کلبونو په کچه په شل اوريزو سياليو کې يې تر ټولو ډېرې ۹۶ وېکټې اخيستې دي.

له دې وړاندې ۲۰۱۷ کال کې هم راشد خان د ۸۰ وېکټو په ترلاسه کولو د دغه کال د ډېرو وېکټو اخيستونکی لوبغاړی و.

راشد خان تر دې مهاله ټولې ۱۴۲ شل اوريزی سيالۍ کړې او ۲۱۴ وېکټې يې اخيستې دي، همدا ډول یې ۵۲ یو ورځنۍ سيالي کړې او ۱۱۸ وېکټې يې اخيستې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د تېرې دوشنبې په ورځ د تمریناتي کمپ په موخه د هند بنګلور ته ولاړه چې هدف یې راتلونکې فبرورۍ کې د ایرلنډ پروړاندې د لوبلړۍ (سېریز) لپاره چمتووالی ښودل شوی.

افغان لوبډله راتلونکې میاشت د ایرلنډ پروړاندې پنځه ورځنۍ، درې شل اوریزې او یوه ټسټ لوبه لري.

دا سیالۍ د فبرورۍ پر ۲۱مه پیلېږي او د مارچ تر ۱۹ به دوام وکړي.

افغان کرېکټ لوبغاړي د تمریناتي لوبو لپاره هند ته تللي

د عکس سرچینه، @Afghanistan Cricket Board

د عکس تشریح، افغان کرېکټ لوبغاړي د تمریناتي لوبو لپاره هند ته تللي