کرېکټ نړيوال جام: افغانستان سکاټلنډ ته په ۱۳۰ منډو ماته ورکړه؛ مجيب ځدراڼ پنځه لوبغاړي وسوځول

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې سکاټلنډ ته په ۱۳۰ منډو ماته ورکړه او له دې لویې بریا سره یې خپل ګروپ کې لومړی ځای ترلاسه کړ.

دا لوبه چې په شارجه کې شوه، پچه يې افغانستان وګتله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې جوړې کړې. خو سکاټلنډ يې په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۶۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره نجيب الله ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۵۹ منډې جوړې کړې. د ده تر څنګ رحمن الله ګوربز ۴۶، حضرت الله ځاځي ۴۴ او محمد شهزاد ۲۲ منډې وکړې.

د سکاټلنډ لپاره سفيان شريف دوې، جاش ډېوي او مارک واټ يوه يوه وېکټه واخيسته.

د افغانستان لپاره په بالنګ کې مجيب ځدراڼ تر ټولو ښه وځلېد. نوموړي د ۲۰ منډو په ورکولو سره پنځه لوبغاړي وسوځول.

د ده تر څنګ راشد خان ښه وځلېد او د يوازې ۹ منډو په ورکولو يې څلور وېکټې واخيستې.

ملي بیرغ او ملي سرود سره لوبه

افغانستان کرېکټ

د عکس سرچینه، Social Media

د لوبې په پيل کې د افغان لوبډلې لپاره د افغانستان ملي سرود (دا وطن افغانستان دی) وغږول شو او همدا راز لوبډله له درې رنګه ملي بیرغ سره میدان ته داخله شوه.

د افغانستان د کرېکټ مینه والو لپاره هغه صحنه هم په زړه پورې وه چې د ملي سرود غږېدو پر مهال د لوبډلې د کپتان محمد نبي په سترګو کې اوښکې راغلې.

نوموړي دوه ورځې وړاندې ویلي وو، په اوسنیو شرایطو کې کرېکټ ښایي یوازینی شی وي چې د افغانانو پر څېره موسکا راولي او خوشحالي ورکړي.

افغانستان به د دې سیالیو بله لوبه د روانې میاشتې پر ۲۹ نېټه له پاکستان سره تر سره کوي، چې پرون یې خپل دودیز سیال هند ته په لسو وېکټو ماته ورکړه.

افغان لوبډله به د دې پړاو سیالیو دویمه لوبه له نیمیبیا، دریېمه له هند سره، او وروستۍ هغه به له نیوزیلنډ سره تر سره کوي.