کرېکټ نړيوال جام: پاکستان هند ته په لسو وېکټو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Francois Nel

د کرېکټ نړيوال جام سياليو په تاريخي لوبه کې پاکستان لوبډلې هند ته په لسو وېکټو ماته ورکړه. دا لومړی ځل دی چې پاکستان له هند څخه په نړيوال جام کې سيالي ګټي.

پاکستان د پچې له ګټلو وروسته هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. هند په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې وکړې. په توپ وهنه کې د هند پيل ښه نه و، د سر دوه لوبغاړي يې يو پر بل پسې ژر وسوځېدل خو لوبډل مشر يې وېراټ کوهلي تر ټولو ډېرې ۵۷ منډې وکړې. د ده تر څنګ رېشب پنټ ۳۹ او روندرا جډېجه ۱۳ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره شاهين شاه اپريدي د دريو وېکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی نومومول شو. د ده تر څنګ حسن علي دوې، شاداب خان او حارث روف يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.

په منډو جوړولو کې بيا د پاکستان لپاره محمد رضوان ۷۹ او بابر اعظم ۶۸ منډې وکړې.

شري لنکا لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه

شري لنکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ شل اوريز جام سياليو کې شري لنکا له بنګله دېش څخه سيالي په پنځو وېکټو وګټله. شري لنکا د پچې له ګټلو وروسته مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

بنګله دېش په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۱ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې يې شري لنکا ټاکلی هدف په ۱۹ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د بنګله دېش لپاره محمد نعيم ۶۲، مشفيق رحيم ۵۷، لېټن داس ۱۶ او شکېب الحسن ۱۰ منډې وکړې.

د شري لنکا لپاره چېرات اسلنکا ناسوځېدلې ۸۰ منډې جوړې کړې او له دې سره غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د ده تر څنګ بنوکا رجبپکسا ۵۳ او پتوم نېسنکا ۲۴ منډې وکړې.

د کرېکټ شل اوريز جام د نن ورځې دويمه لوبه د هند او پاکستان تر منځ په دوبۍ کې روان ده.

د دغه جام دويم پړاو سياليو کې د افغانستان په ګډون ۱۲ لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په لومړي ګروپ کې انګلنډ، استراليا، جنوبي افريقا، وېسټ انډيز، بنګله دېش او شري لنکا دي په دويم ګروپ کې افغانستان، پاکستان، هند، نيوزيلنډ، سکاټلنډ او نميبيا شامل دي.

ټاکل شوې افغان لوبډله به لږ ترلږه پنځه لوبې کوي چې لومړی هغه يې راتلونکې دوشنبې ۲۵ اکټوبر د سکاټلنډ پر وړاندې ده. دويمه لوبه د پاکستان سره، درېيمه له نميبيا، څلورمه له نيوزيلنډ او پنځمه له هند سره ده.