عمران خان: د افغانستان کرېکټ راتلونکی روښانه دی

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام سياليو کې پاکستان له افغانستانه خپل لوبه په پنځو وېکټو وګټله.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د افغانستان او پاکستان تر منځ د سيالۍ پايلې په اړه پر ټوېټر پاڼه د افغان لوبډلې ستاينه کړې او ليکلي يې دي، "افغان لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه، ما داسې لوبډله نه ده ليدلې چې په دومره چټکۍ سره په نړيوال کرېکټ کې خپل ځان ته ځای پيدا او د سيالۍ غيرمعمولي وړتيا ولري".

نوموړي لیکلي، "د افغان لوبغاړو رقابتي روحيې او استعداد ته په کتو په افغانستان کې د کرېکټ راتلونکی روښانه دی".

د افغانستان او پاکستان تر منځ کرېکټ سيالۍ پايلې اړه ګڼو افغان او پښتنو مشرانو او سياستوالو هم غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې د لوبېدو ستاينه کړې او په راتلونکو لوبو کې يې افغان ملي لوبډلې ته د بريا هيله کړې ده.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د افغانستان ملي لوبډلې د ښه ځلېدو له امله د ملي ټيم غړو، کرېکټ بورډ او ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړې او د نورو سياليو د بريا هيله يې ښودلې ده.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن دوړ هم پر ټوېټر پاڼه د افغان لوبغاړو ستاينه کړې ده.

د کرېکټ نړيوال جام په دې سياليو کې افغان لوبډلې تراوسه دوې لوبې ترسره کړې دي، لومړی هغه يې د سکاټلنډ سره وه چې د ۱۳۰ منډو په توپير يې وګټله دويمه لوبه يې د پاکستان پر وړاندې وبايلله خو د دې سربېره اوس هم افغانستان د خپل ګروپ په جدول کې په دويم نمبر دی.

د افغانستان راتلونکې لوبه د يکشنبې پر ورځ له نميبيا سره ده.

راشد خان په شل اوريزو نړيوالو سياليو کې د چټکو ۱۰۰ وېکټو اخيستو ريکار جوړ کړ

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان ستوري او ورو توپ اچوونکي راشد خان د پاکستان پر وړاندې د سيالۍ پر مهال په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې په چټکۍ د سلو وېکتو يا سلو لوبغاړو د سوځولو نوی ريکارډ جوړ کړ.

نوموړی وتوانېد چې په ۵۳ نړيوالو شل اوريزو سياليو کې سل لوبغاړي وسوځوي. تر دې وړاندې دغه ريکارډ د شري لنکا تېز توپ اچوونکي لسېت ملينګا په نامه و.

راشد خان چې کرېکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو بالرانو په جدول کې په درېيم نمبر دی، ګڼ نور نړيوال ريکارډونه ه په خپل نامه لري.

نوموړی د افغانستان تر څنګ د نړۍ په مشهورو ليګونو لکه د هند د کرېکټ غوره ليګ (ای پي اېل)، د پاکستان سوپر ليګ (پي اېس اېل) او بېګ باش کې هم لوبېږي.