شپږیزه کرېکټ لیګ: مس عینک بند امیر ته په یوه منډه ماتې ورکړه

شپږیزه

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د سږ کال سیالیو لومړۍ لوبه مس عینک وګټله

د افغانستان د کورني کرېکټ (شپږیزه) لیګ د اووم پړاو سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې. په لومړۍ لوبه کې نن د مس عینک لوبډلې بند امیر ته په یوازې یوه منډه ماتې ورکړه.

د نن لوبې پچه بند امیر وګټله او مس عینک ته یې لومړی د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د مس عینک لوبډلې د مندو پیل ښه نه و او نجیب ترکی په صفر وسوځېد، خو اوپنر ملګری یې محمد شهزاد پر وېکټه ودېد او ۵۴ منډې یې جوړې کړې.

د مس عینک لپاره همدا راز حشمت الله شهیدي ۶۵ او غمي ځدراڼ ۳۰ منډې وکړې.

په پای کې مس عینک لوبډلې خپلو ۲۰ اورونو کې په ۷ وېکټو ۱۷۹ منډې وکړې.

په ځواب کې د بند امیر لوبډلې د منډو پیل ښه و، او عثمان غني او حضرت الله ځاځي د لومړۍ وېکټې لپاره د ۵۸ منډو ملګرتیا وکړه.

شهزاد

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، محمد شهزاد مسن عینک لپاره ۵۴ منډې وکړې، خو اوپنر ملګری یې نجیب ترکی په صفر وسوځېد

حضرت الله په ۲۴ منډو وسوځېد، خو ملګری یې عثمان غني تر ډېره پر وېکټه پاتې شو او ۷۹ منډې یې وکړې.

د بند امیر لوبډلې کپتان اضغر افغان هم ۴۵ منډې وکړې.

د لوبې د پای شېبې په زړه پورې وې، او د وروستي اوور په وروستي توپ بند امیر شپږ منډې پکار وې.

خو شرف الدین اشرف څلوریزه ووهله او په دې توګه مس عینک لوبډلې دا لوبه په یوازې یوه منډه وګټله.

حشمت الله شهیدي د خپلې ښې توپ وهنې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

سږ کال ملي ستوري او بهرني لوبغاړي نشته

شپږیزه

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، حشمت الله شهیدي د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو

سبا دوشنبه به امو نهنګان له سپین غر زمریان سره او همدا راز بوست ساتونکي به کابل بازانو سره لوبه کوي.

سږ کال د شپږیزه کرېکټ سیالیو کې ټولټال شپږ لوبډلې ګډون کوي، او مس عینک به د خپلې تېر کال اتلولۍ دفاع کوي.

د راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدراڼ په ګډون د افغان ملي لوبډلې یو شمېر ستوري هم دا مهال د کرابین لیګ سیالیو کې بوخت دي او په شپږیزه لیګ کې د ګډون لپاره هېواد ته نه دي ستانه شوي.

دا ځل د کورونا وېروس د وبا له کبله محدود شمېر نندارچیانو ته اجازه ورکړل شوې چې په لوبغالي کې لوبې وګوري.

همدا راز د کورونا وېروس له کبله سږ کال کوم بهرنی لوبغاړی هم په دې سیالیو کې ګډون نه کوي.