کرېکټ: زمبابوې له افغانستان سره شل اوريزې لوبې لغوه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
زمبابوې له افغانستان سره پنځه شل اوريزې لوبې د کورونا وېروس وبا له امله لغوه کړې دي. ټاکل شوې وه دغه لوبې د زمبابوي په هرارې کې ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې له مخې دغه لوبې چې د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېدې لومړی جون مياشت کې پلان شوې وې چې وروسته بيا اګست ته وځنډول شوې او اوس د زمبابوې له خوا لغوه شوې دي.
د زمبابوې کرېکټ بورډ وايي، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د پېښو د زياتوالي له امله يې حکومت د لوبغاړو او کارکوونکو د روغتيا خونديتوب په موخه دغه پرېکړه کړې ده.
راتلونکی شل اوريز نړيوال جام هند کې ترسره کېږي
د کرېکټ نړيواله شورا وايي د ۲۰۲۰ کال شل اوريزه نړيوال جام چې اکټوبر- نومبر مياشتو کې په اسټرالیا کې ترسره کېده د کورونا وېروس وبا له امله ۲۰۲۲ کال ته ځنډېدلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغې شورا په وينا د ۲۰۲۱ کال نړيوال جام به د پلان له مخې راتلونکی کال په هند کې ترسره شي او هغه لوبډلې چې د ۲۰۲۰ کال نړيوال جام ته يې لاره موندلې وه په دې سياليو کې ګډون کوي. د ۲۰۲۲ کال نړيوال جام کې د ګډون لپاره به نوې سيالۍ ترسره کېږي. افغانستان هم د ۲۰۲۰ کال نړيوال جام ته لار موندلې وه چې د دې له مخې به د راتلونکی کال نړیوال جام سياليو کې ګډون کوي.
په راتلونکي شل اوريزه نړيوال جام کې به د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې لوبه کوي.
د يادولو وړ ده چې د پنځوس اوريزو نړيوال جام مهالويش کې هم بدلون راغلی دی، دغه سيالۍ د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ او مارچ میاشتو کې په هند کې ترسره کېدي خو دا لوبې د همدې کال اکتوبر او نومبر مياشتو ته وځنډول شوې.
په نړۍ کې د کورونا وبا وېروس وبا د خپرېدو له امله دا څو مياشتې د کرېکټ نړيوالې لوبې نه ترسره کېدې خو د جولای مياشتې پر اتمه نېټه د انګلنډ او وېسټ انډيز تر منځ ټېسټ لوبې سره نړيوال کرېکټ يو ځل بيا پيل شو.








