کرېکټ: د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ کورونا وېروس له کبله وځنډول شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) اعلان کړی دی چې په راتلونکې اکتوبر میاشت کې په اسټرالیا کې د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ به د کورونا وېروس له کبله نه ترسره کېږي. ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ د اکتوبر پر ۱۸مه نېټه پیل او د نومبر تر ۱۵مې نېټې دوام وکړي.
خو د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې اوس به د سږ کال پر ځای په ۲۰۲۱ او بیا ورپسې په ۲۰۲۲ کال کې د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ ترسره کېږي.
د ای سي سي اجرائیه مشر مانو سواوهني ویلي، د دې پرېکړې له کبله به نړیواله شورا وتوانېږي چې دوه نړیوال جامونه په خوندي توګه ترسره کړي.
خو دا لا روښانه نه ده چې د ۲۰۲۱ او د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام لوبې به په کوم هېواد کې ترسره کېږي.
په ورته وخت کې د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریزو سیالیو نړیوال جام مهالوېش کې هم بدلون راوستی دی.
ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ به د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ او مارچ میاشتو کې په هند کې ترسره کېږي. خو اوس پرېکړه شوې ده چې دا لوبې د هماغه کال په په اکتوبر او نومبر میاشتو کې ترسره شي.
د مهال وېش له مخې ټاکل شوې وه چې اسټرالیا مېلبورن ښار کې د سږ کال نړیوال جام ۷ لوبې په مېلبورن ښار کې ترسره شي.
خو په دې ښار کې د کورونا وېروس خرابېدونکي وضعیت له کبله هلته د جولای میاشتې پر ۹مه نېته یو ځل بیا ټولبندیز اعلان شو.
دا مهال اسټرالیا ته ورتلونکي ټول وګړي اړ دي چې له رسېدو سره سم د څوارلس ورځو لپاره ځانونه قرنطین کړي.
د افغانستان لپاره بد خبر؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله تېر ۲۰۱۹ کال کې په انګلنډ کې د پنځوس اوریزو لوبو نړیوال جام کې ښه ونه ځلېده او خپلې ټولې ۹ لوبې یې بایلودې.
له هغه راهیسې د افغانستان د کرېکټ مینه وال یو څه ناهیلي ښکارېدل او پر ملي لوبډلې نیوکې هم ډېرې شوې وې.
خو دا چې په شل اوریزو لوبو کې افغانستان د نړۍ یوه پیاوړې لوبډله بلل کېږي نو د ډېرو مینه والو او شنونکو سترګې د سږ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته وې.
خو اوس چې دا سیالۍ د یو کال لپاره وځنډول شوې نو ښایي افغان لوبډلې هم پر نړیوال دریځ د بېرته ځلېدو یو ښه فرصت له لاسه ورکړی وي.
د افغانستان لپاره د ای سي سي د دې اعلان یو بل تاوان ښایي دا هم وي چې افغان لوبډله د نړۍ له نورو پیاوړو لوبډلو سره د لوبو کم فرصت ترلاسه کوي.
د کرېکټ شنونکو د تېر کال نړیوال جام کې هم د افغانستان د خرابو لوبو یو لامل دا باله چې پیاوړو لوبډلو سره ډېرې لوبې نه کوي.
هېره دې نه وي چې په نړۍ کې د کورونا وېروس وبا خپرېدو له کبله دا څو میاشتې د کرېکټ نړیوالې لوبې نه ترسره کېدې.
خو د روانې جولای میاشتې پر اتمه نېټه د انګلنډ او وېسټ انډیز ترمنځ ټېسټ لوبې سره نړیوال کرېکټ یو ځل بیا پیل شو.








