د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه کړل شوی

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې ادارې اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی د "خرابې کارکردګۍ" له امله له خپلې دندې ګوښه کړل شوی دی.
بي بي سي او ځینو نورو رسنیو هغه لیک ترلاسه کړی چې د افغانستان کرېکټ بورډ رئیس فرحان یوسفزي لخوا ښاغلي لطف الله ستانکزي ته استول شوی او پکې له دندې د هغه د ګوښه کولو لاملونه په ګوته شوي دي.
په دې لیک کې راغلي چې لطف الله ستانکزی په خپله دنده کې د ناسم مدیریت، خرابې کارکردګۍ او له نورو مدیرانو سره د ناسم چلن له کبله له دندې ګوښه کړل شوی دی.
د کرېکټ بورډ اعلامیه کې بیا راغلي دي چې ښاغلي ستانکزي ته مخکې هم په دې تړاو شفاهي او تحریري اخطاریې ورکړل شوې وې.
اعلامیه وایي چې اوس به د کرېکټ بورډ د اجرائیه ریاست بست د ازاد رقابت له لارې اعلانېږي او د دې ادارې له اصولو سره سم به نوی او وړ کس پر دې دنده ګومارل کېږي.
د لطف الله ستانکزي غبرګون:

د عکس سرچینه، ACB
خو پخپله لطف الله ستانکزي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې په دې اړه یې د کرېکټ بورډ له مشره کوم رسمي لیک نه دی ترلاسه کړی.
ښاغلی ستانکزی همدا راز استدلال کوي چې د کرېکټ بورډ رئیس له دندې د ده ګوښه کولو واک نلري، او دا کار د بورډ د غړو دنده ده.
لطف الله ستانکزی تېر کال د نړیوال جام له سیالیو وروسته د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس په توګه ګومارل شوی و.
تر ده وړاندې شفیق ستانکزي د څو کلونو لپاره دا دنده پر مخ وړله، خو په ۲۰۱۹ کال کې یې کاري موده بشپړه شوه او تمدید نه شوه.
تر هغه وروسته دا دنده په موقت ډول اسدالله خان ته وسپارل شوه، چې د تېر کال نړیوال جام سیالیو پر مهال یې ترسره کړه، خو وروسته لطف الله ستانکزی دې دندې ته د یو شمېر نورو کاندیدانو له منځه غوره کړل شو.
د افغانستان کرېکټ بورډ کې دا وروستی بدلون په داسې وخت کې اعلانېږي چې د کورونا وېروس له کبله له تېرو څو میاشتو راهیسې نړیوالې سیالۍ په ټپه ولاړې دي.
د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) روانه میاشت اعلان وکړ چې په راتلونکې اکتوبر او نومبر میاشت کې د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ هم، چې ټاکل شوې وه په اسټرالیا کې ترسره شي، د کورونا وېروس له کبله لغوه شوې دي.








