کرېکټ: مجيب الرحمان ځدراڼ سږ کال کرابين ليګ کې تر ټولو بریالی بالر دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي - لندن
د کرابين کرېکټ ليګ سږنیو سيالیو کې د افغانستان ورو توپ اچوونکی يا سپېن بالر مجيب الرحمان ځدراڼ په لږو منډو د تر ټولو ډېرو وېکټو په اخيستو سره تر دې مهاله تر نورو ډېر بریالی توپ اچوونکی دی.
مجيب الرحمان چې د جمېکا تلاواس لوبډلې لپاره لوبه کوي، په اتو لوبو کې يې تر دې دمه ۱۳وېکټې اخيستې دي، چې په يوه لوبه کې يې د ۱۱ منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي سوځولي وو.
د مجيب الرحمان ايکانومي يا په يوه اور کې د ورکړل شویو منډو اوسط هم له نورو بالرانو ښه دی.
نوموړي دې سیالیو کې په يوه اوور کې په اوسط ډول ۴.۶۳ منډې ورکړې دي.
مجيب الرحمان د کرابين ليګ تر څنګ د هند په پرېمير ليګ او د بنګله دېش په غوره ليګ کې هم لوبېدلی دی.
د تېرو کلونو په څېر به سږ کال هم نوموړی د هند غوره ليګ کې د پنجاب لوبډلې لپاره لوبه کوي.
ټاکل شوې دغه سيالۍ د سپټمبر په نيمايي کې په دوبۍ کې پيل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په کرابين ليګ کې د مجيب الرحمان تر څنګ نور افغان لوبغاړي لکه محمد نبي، راشد خان، نوين الحق، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان هم لوبېږي او دوی هم ښه ځلېدلي دي.
د افغان لوبډلې الرونډر محمد نبي د دغو سياليو په يوه لوبه کې د ۱۵ منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي سوځولي چې دا يې په يوه لوبه کې د ډېرو لوبغاړو سوځولو غوره لاسته راوړنه هم ده.
نوموړي تر دې دمه په دې لیګ کې په اتو لوبو کې ۱۱ وېکټې ترلاسه کړې دي.
بل افغان توپ اچوونکي نوين الحق بيا تر دې مهاله ۱۱ لوبغاړي سوځولي دي چې غوره لوبه يې په ۴ اورونو کې د ۱۴ منډو په ورکولو سره د څلورو لوبغاړو سوځولي دي.
د افغانستان شپږيزه کرېکټ ليګ

د عکس سرچینه، ACB
بل لور ته د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا د کورني شپږيزې ليګ د پيلېدو له امله يې له کرابين ليګ سياليو افغان لوبغاړي هېواد ته ور بللي دي، خو لا مالومه نه ده چې کله به کابل ته رسېږي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ په وينا ټاکل شوې شپږيزه ليګ د سپتمبر مياشتې پر شپږمه نېټه کابل کې پيل او د همدې مياشتې په شپاړسمه نېټه پای ته ورسېږي.
دغه ليګ هر کال د افغانستان په کور دننه کرېکټ د ودې او پرمختيا په موخه ترسره کېږی چې د افغان لوبغاړو تر څنګ بهرني لوبغاړي هم پکې ګډون کوي.
خو سږ کال د کورونا وېروس د وبا له کبله به کوم بهرنی لوبغاړی دې سیالیو کې ګډون نه کوي، او همدا راز په لوبغالي کې به د نندارچیانو شمېر هم محدود وي.
د افغانستان په دغه کورني لیګ کې شپږ لوبډلې چې کابل بازان، بست ساتونکي، سپين غر پړانګان، امو نهنګان او بند امير ښاماران نومېږي برخه اخلي.









