لنډ، خو سخت ورزش مو وزن کموي

د عکس سرچینه، Getty Images
په برتانیا کې یوه څېړنه وایي، د وزن کمولو تر ټولو ښه لار دا ده چې لنډ خو سخت ورزش وکړئ. څېړنه وایي، د نیم ساعت یا یو ساعت لپاره ارام ورزش کول د وزن کمولو کې ډېره مرسته نه کوي.
په دې څېړنه کې ټولو ګډونوالو وزن کم کړی، خو د هغو وزن چې لنډ او سخت یا ثقیل ورزش یې کاوه، د نورو پرتله ۲۸ سلنه ډېر کم شوی.
خو څېړونکي وایي، دا ډول ورزش ښایي د هر چا لپاره مناسب هم نه وي، ځکه د ژوبلېدو شونتیا پکې ډېره وي او پر زړه هم فشار زیاتوي.
په دې ورزشونو کې بایسکل چلول، لامبو، ځغاسته او سوک وهنه ډېر ګټور بلل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر ټولو ګټور ورزش ځغاسته ده، خو څېړونکي وایي، که وزن کمول غواړئ نو یوازې په ځغاسته ځانونه مه خلاصوئ، او نور ورزشونه هم کوئ.
د برتانیا د روغتیایي خدماتو ملي اداره سپارښتنه کوي چې هر وګړی باید په اونۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقې ورزش وکړي، چې پکې ځغاسته، بایسکل چلول یا عادي قدم وهل یاد شوي.
کارپوهان وایي، د لنډ خو سخت ورزش ګټه دا هم ده چې مثبت اغېز یې د څو ساعتونو لپاره دوام کوي، او ترې وروسته انسان ډېر وږی کېږي هم نه.





