ورزش د زړه ناروغۍ خطر کموي

عادي سپورتي ورزشونه د زړه د ناروغۍ خطر کموي او د ماغزو فعالیت ښه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عادي سپورتي ورزشونه د زړه د ناروغۍ خطر کموي او د ماغزو فعالیت ښه کوي

یوې نوې څېړنې ویلي، په نیمايي عمر کې ورزش کول د زړه ناروغۍ خطر کمولی شي.

څېړونکو ویلي، د دوو کلونو لپاره په اونۍ کې څلورو - پنځو ورځو ته اړتیا ده چې ورزش سمه پایله ورکړي.

په دې څېړنه کې چې په "سیرکیو لایشن" مجله کې خپره شوې، تر ډېره تکیه د ۵۳ بالغو کسانو د زړونو پر ازموینو تکیه شوې، چې ټول روغ وو او عمرونه یې د ۴۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ وو، خو په منظم ډول یې ورزش نه کاوه.

څېړنه وايي، لږ خوځښت او ډېر کښېناستل د زړه د ناروغۍ خطر ډېروي.

څېړونکو په دې څېړنه کې ګډونوال پر دوو برخو وېشلي: لومړۍ برخه یې هغه کسان وو چې ورزش یې کاوه خو د دوو کلونو په تېرېدو دا کار ورته ګران شو، خو دویمې ډلې بیا دوه کاله په اونۍ کې درې ځلې "یوګا"، او د وزن کمولو تمرینونه کول.

د څېړنې پایلې وښوده هغه کسان چې ورزش یې کړی، د ورزش پرمهال یې په کافي اندازه اکسیجن ترلاسه کړی او د زړه کیڼ اړخ یې نرم شوی، چې دواړه د زړه لپاره ګټور دي.

بایسکل سپاره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړونکو ویلي، ورزشي تمرینونه یوازې پر زړه اغېز نه لري، بلکې د ماغزو پر دندې یې هم لري، چې د زړه د ناروغۍ او د عقلي تشویش خطر کموي، ځکه چې ورزش ماغزو ته د وینې د رسولو عملیه ښه کوي.

په مقابل کې دویمې ډلې، چې د یوګا تمرین او د وزن کمولو سپورت یې کاوه، کوم پاموړ پرمختګ نه دی کړی.

د لومړۍ ډلې غړو هره ورځ دېرش دقیقې عادي ورزش کاوه او د ورزش پای کې یې د ځان نرمولو تمرینونه کول.

دوی له دېرشو دقیقو ورزش پیل کړی او بیا یې په درو میاشتو کې خپل ورزش سخت کړی او درانه تمرینونه به یې کول.

څېړونکو ویلي، ورزشي تمرینونه یوازې پر زړه اغېز نه لري، بلکې د ماغزو پر دندې یې هم لري، چې د زړه د ناروغۍ او د عقلي تشویش خطر کموي، ځکه چې ورزش ماغزو ته د وینې د رسولو عملیه ښه کوي.