افغان فوټسال لوبډله له ایرانۍ لوبډلې سره لوبېږي

د عکس سرچینه، FB
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د آسیا او جنوبي آسیا هېوادونو ترمنځ سیالیو کې نن له ایراني لوبډلې سره سیالي کوي.
دغه سیالۍ د ایران په تبریز ښار کې ترسره کیږي. د افغانستان فوټسال لوبډله د مرکزي آسیا شپږو هېوادونو په ډله کې ده چې په دغو سیالیو کې به تاجکستان او ایران لوبډلو سره سیالي کوي.
د افغانستان د فوټسال کمیټې مسؤل دین محمد صافي بي بي سي ته وویل که افغان لوبډله له دغو دوو سیالیو یوه هم وګټي نو راتلونکو آسیايي لوبو ته لار موندلی شي:
"موږ کولای شو چې یوه له دغو سیالیو وګټو. ځکه زموږ دغه ځوانان ډېره ښه لوبه کوي. په دغو سیالیو کې زموږ د ګروپ څلور بریالۍ لوبډلې کولای شي د ویتنام سالون دننه سیالیو ته لار ومومي".
افغان نوې راپورته شوې فوټسال لوبډله د ترکمنستان په سالون دننه آسیايي سیالیو کې ښه وځلېده، د چین، مالدیف، ترکمنستان، ازبکستان او اماراتو لوبډلو ته په ماتې ورکولو او له جاپان سره مساوي لوبو کولو سره یې په آسیا کې څلورم ځای خپل کړ.
د فوټسال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په ایران کې هم لوبېدلي چې دا به هم د هغوی پر لوبو ښه اغېز ولري، ځکه د هغه هېواد له هوا سره تر ډېره بلدتیا لري.
د ایران فوټسال لوبډله دا مهال د اسیا په کچه لومړی ځای لري او ۱۱ ځله یې د آسیا اتلولي هم خپله کړې ده.








