کابل کې د ۲۰۱۷ کال ښځینه فوټسال سیالۍ پیل شوې

فوټسال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فوټسال فوټبال لوبه ده، چې معمولاً لس دقیقې وي چې پنځه لوبغاړي یوې خوا او پنځه بلې ته لوبېږي.

د ۲۰۱۷ کال د ښځینه فوټسال لومړنی ټورنمنټ په کابل کې پیل شوی او ټاکل شوې تر راتلونکو څلورو نورو ورځو دوام وکړي.

دا سیالۍ د یکشنبې په ورځ (جنورۍ ۸مه) پیل شوې.

د "جنسیتي تبعیض ته نه" په نامه دې ټورنمنټ کې د ښځینه فوټسال اته لوبډلو ګډون کړی.

د فوټسال د کمسیون مرستیال عبدالرزاق ممرک بي بي سي ته وویل، دا لوبې به پنځه ورځې دوام وکړي:

"د نجونو د فوټسال سیالۍ "راځئ جنسیتي توپیر ته نه ووایو" تر سرلیک لاندې د کابل فوټسال فدراسیون په جمنازیم کې پیل شوې دي، چې د کابل ولایت اته لوبډلې پکې ګډون کوي او پنځه ورځې به دوام وکړي."

ښاغلي ممرک زیاته کړه، په پام کې لري چې د کابل د الف او ب ښځینه لوبډلو او د کم عمره لوبغاړو د فوټسال لوبې په روان ژمي کې پیل کړي.

فوټسال فوټبال لوبه ده، چې معمولاً لس دقیقې وي چې پنځه لوبغاړي یوې خوا او پنځه بلې ته لوبېږي.

په دې لوبه کې د ګول سور او اوږده یوازې یو متر وي او د اصلي فوټبال د ګول په پرته ډېر کوچنی وي.

هرې لوبډلې ته چې یو ګول ورکړل شي، یو لوبغاړی به یې له لوبې وځي او که دوه وشي دوه لوبغاړي به له لوبې ایستل کېږي.