فوټبال کې "وړیا" غوره لوبغاړي

پل پوگبا، هافبک فرانسوی تیم منچستر یونایتد

د عکس سرچینه، AFP

د جنورۍ لېږد رالېږد فصل پیلېدل لامل شوي چې د دغو ورځو ډېر ورزشي خبرونه د فوټبال لویو کلبونو لخوا د احتمالي پېرودنو پر بیو او د ورتلو او وتلو پر نوملړ وڅرخېږي.

خو کله کله د فوټبال کلبونه بریالي کېږي چې د پیسو له ورکړې پرته د نړۍ یو ښه لوبغاړی خپل کړي. په دې لیکنه کې د فوټبال وړیا غوره لوبغاړو ته کتنه کوو.

پېل پوکبا

څو میاشتې وړاندې مانچسټر یونایټډ سره د ۲۳ کلن فرانسوي هافبک پل پوکبا یوځای کېدل په روان فصل کې د اروپایي هېوادونو فوټبال لیګونو پیلېدو وړاندې د لوبغاړو لېږد رالېږد بازار تر ټولو مهمه پېښه وه. مانچسټر یونایټډ ایټالیایي کلب یوونټوس ته د ۸۹ میلیونه پونډو (۱۱۰ میلیونه ډالر) ورکړې په بدل کې د یو ځوان فوټبال ستوري خاوند شو. سرو شیطانانو د پوګبا په پېرودلو سره د فوټبال په تاریخ کې د لوبغاړي اخستو ترټولو لوړه بیه پرېکړه.

د یوونټوس لپاره چې یوازې څلور فصله مخکې یې دا فرانسوی هافبک وړیا ګومارلی و، پر پخواني ټیم یې د نړۍ ترټولو ګران لوبغاړي په توګه خرڅول په دې معنا وه چې د فوتبال په تاریخ کې ترټولو خوږې معاملې نه ګټه پورته کوي.

راول ګونزالس

رائول، کاپیتان سابق تیم رئال مادرید

د عکس سرچینه، Getty Images

په ۱۹۹۲ کال کې، کله چې اتلتیکو مادرید فوټبال کلب مدیر خسوس خیل تصمیم ونیوه چې د سپما لپاره ددې کلب د بنسټیزو ټیمونو اکاډمي وتړي، تصور یې نه کاوه چې د اتلتیکو مادرید د ځوانانو ټیم یو ۱۵ کلن لوبغاړی به د ریال مادرید یو افسانوی لوبغاړی شي.

ریال مادرید پرېکړه وکړه چې ددغه کلب له بنسټیزو ټیمونو راول ګونزالس ځان سره کړي. دوه کاله وروسته (۱۹۷۷ کال اکتوبر ۲۹مه) راول د لومړي ځل لپاره د ریال مادرید سپین کمیس واغوست. یوه اونۍ وروسته هغه د سانتیاګو په برنابیو لوبغالي کې د اتلتیکو مادرید پروړاندې لوبې کولو سره د مادرید ښار په مهم داربي کې خپل لومړنی شتون تجربه کړ.

تر هغې وروسته، راول د ریال مادرید لپاره ۷۳۹ ځل نوره لوبه وکړه او ۳۲۳ ګولونه یې ووهل.

کافو

کافو، کاپیتان سابق تیم ملی برزیل

د عکس سرچینه، AFP

د برازیل ملي ټیم پخوانی کپتان د فوټبال په تاریخ کې د میدان څنډو غوره مدافع لوبغاړی دی. هغه چې په څلورو نړیوال جام سیالیو کې لوبېدلی، په ۲۰۰۲ کال کې د برازیل ملي لوبډلې کپتان و او بریالی شو چې د پنځم ځل لپاره برازیلي فوټبال مینه والو ته نړیوال جام وروړي.

کافو چې له ۱۹۹۷ نه تر ۲۰۰۳ کال پورې د روم اې اس کلب ته لوبه کوله، وروسته له هغه چې دې ټیم سره یې قرارداد پایته ورسېده، میلان سره یوځای شو او له دې ټیم سره یې پنځه بریالي فصلونه پایته ورسول.

دغه ښی مدافع چې به ۲۰۰۸ کال کې یې له فوټبال سر خدای پاماني وکړه، بریالی شو چې میلان سره ایټالیا فوټبال لیګ سري اې او اروپا فوټبال اتلانو لیګ فاتح شي.

اندرې ا پیرلو

پیرلو، بازیکن سابق تیم‌های یوونتوس و آث میلان

د عکس سرچینه، Getty Images

کله چې پیرلو په ۲۰۱۱ کال کې یوونټوس سره یوځای شو، د فوټبال یو ویاړمن لوبغاړی و. دغه لوبه بدلوونکی هافبک په نړیوال جام کې پر اتلولۍ سربېره، د اروپا اتلانو لیګ، ایټالیا لیګ او ددې هېواد په حذفي جام کې د اتلولۍ تجربه هم لري.

وروسته له هغه چې د میلان کلب مدیرانو پرېکړه وکړه د ۳۲ کلن پیرلوی قرارداد ونه غځوي، د یوونټوس د وخت لوبډلې روزونکي انتونیو کونته، پیرلو ځان سره کړ. په راتلونکو څلورو فصلونو کې پیرلو د یوونټوس یو له ترټولو مهمو لوبغاړو و.

هغه بریالی شو چې څلور ځله پرلپسې د سري اې اتلولي ترلاسه کړي، یوځل د ایټالیا حذفي جام یې خپل کړ او یو ځل هم د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته ورسېده.

سـیبان کامبیاسو

استبان کامبیاسو، بازیکن سابق تیم اینتر میلان

د عکس سرچینه، AFP

د ارجنټاین ریور پلاټ بریدګر دفاعي هافبک په ۲۰۰۲ کال کې ریال مادرید ته لاړ. خو وروسته له دوو فصلونو چې ۴۱ لوبې یې دې لوبډلې ته وکړې، پرېکړه یې وکړه چې دغو سپین کمیسو سره خپل قرارداد ونه غځوي.

د ۲۰۰۴ کال په جون کې کامبیاسو له انټر میلان قرارداد وکړ ترڅو انټر د نړۍ یو پیاوړی دفاعي هافبک په وړیا توګه خپل کړي.

کامبیاسو په ۱۰ فصلونو کې څلور ځلې د سري اې اتل شو. خو ښایي د هغه ورزشي ژوند ترټولو لوی بریالیتوب په ۲۰۱۰ کال کې د انټر میلان درې ګونی ټیم وي. انټر میلان د ژوزه مورینو په لارښوونې بریالی شو چې د ایټالیا پر لومړنی کلب واوړي چې په یوه فصل کې د درېیو لویو ټورنمنتونو اتل کېږي: د ایټالیا فوټبال لیګ، د ایټالیا حذفي لیګ او د اروپا اتلانو لیګ.

رابرت لوواندوفسکی

روبرت لواندوفسکی، بازیکن تیم بازین مونیخ

د عکس سرچینه، AFP

رابرت لوواندوفسکي په ۲۰۱۰ کال کې له دورتموند سره تر یوځای کېدو وروسته ځان د فوټبال غوره ګول وهونکو ډله کې راوست. د هغه ګولونه و چې دغه لوبډله د ۲۰۱۱ - ۲۰۱۲ فصل کې د بوندس لیګا په سیالیو کې اتلولۍ ته ورسېده.

خو کله چې دده قرارداد په ۲۰۱۴ کال کې پایته ورسېد، هغه خپل قرارداد ونه غځوه او په بدل کې یې په راتلونکي اوړي کې د غوره ازاد لوبغاړي په توګه وړیا د دورتموند اصلي سیال بایرن مونیخ ته لاړ.

لوواندوفسکي چې په تېرو دوو فصلونو کې له بایرن مونیخ سره د بوندسلیګا اتل شو، په دغو دوو فصلونو کې چې د بایرن مونیخ لپاره ۷۹ ځله لوبغالي ته تللی ۵۹ ګولونه وهلي دي.