'شپږو افغان فوټبال لوبغاړو استعفا کړې'

د عکس سرچینه، f
د افغانستان فوټبال فدراسیون پخلی کړی چې د دغې لوبې د ملي لوبډلې ۶ تنو لوبغاړو له لوبډلې د وتلو پرېکړه کړې، او د فیسبوک له لارې یې ویلي دي چې نور نه غواړي د ملي لوبډلې برخه ووسي. د لوبغاړو ددغې پرېکړې لامل تر اوسه جوت نه دی، خو اړوند چارواکي وايي چې لوبډله له قرغیزستانه راستنه شي، ستونزه به و ارزوي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د لوبډل مشر اسلام الدین امیري په ګډون ۶ تنو لوبغاړو داسې مهال د فیسبوک په مټ استعفاوې کړي، چې ټاکل شوې افغان لوبډله نن (سې شنبه) د قرغیزستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.
۶ واړو لوبغاړو خپل استعفا لیکونه هغه هېواد ته تر رسېدو مخکې له دوبۍ خپاره کړي دي.
د لوبغاړو د استعفاوو لامل تر دې مهاله جوت نه دی،د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکي یوسف کارګر بي بي سي ته وویل چې لوبغاړو په رسمي ډول فدراسیون ته کوم لیک نه دی سپارلی.
د فوټبال فدراسیون د تخنیکي برخې مشر طاهر رؤفي بیا د لوبغاړو پرېکړه احساساتي وبلله:
''دغه شپږ- اوه کسان چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې غړي دي، په دوبۍ او قرغیزستان لوبو کې یې ګډون درلود، د ناز یا غوسې له کبله ویلي چې له قرغیزستان سره تر لوبې وروسته دوی استعفاوې ورکوي. دا د دوی یو احساستي او تصادفي تصمیم دی''.
ښاغلي رؤفي وویل چې د فوټبال پر ملي لوبډله لوی لګښت شوی، او دوی ته چمتو نه دي چې په دومره اسانه دغه لوبغاړي له لاسه ورکړي.
د فوټبال په ملي لوبډله کې بهر مېشتي لوبغاړي هم لوبېږي، خو استعفا کوونکي ټول لوبغاړي په افغانستان کې وسېږي.

هڅه مو وکړه چې له لوبغاړو سره هم اړیکي ټینګ کړو، خو بریالیتوب مو ملتیا ونه کړه.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان فوټبال بې ساری پرمختګ کړی، تر دې چې د لومړي ځل لپاره یې د سوېلي اسیا اتلولي وګټله.
همدا راز لوبډله د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) په پوړ ټاکنه کې هم مخکې شوې ده.
مخکې یې ۲۰۹ ځای درلود، خو وسمهال ۱۴۱ پوړ ته پورته شوې ده.








