پاکستان کې فوټسال
په لومړي ځل د پاکستان د فوټسال لوبډله نړيوالو پنځه کسيزو سياليو ته لار موندلې ده.
دوى به د جولاى په مياشت کې برازيل ته د دغو سياليو لپاره ځي. په هغو اتلوليو کې به ٣٥ هېوادونه برخه اخلي. د پاکستان لوبډله له پېښوره جوړه ده.
د دوى د لوبډلې مشر فواد علي بي بي سي پښتو تلويزيون ته پر دې لوبې او خپلو هيلو خبرې وکړې.