ايران له افغانستانه د فوټسال نيمه پايلوبه وګټله

د عکس سرچینه، FB
د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د اسيا سالون دننه پنځم پړاو فوټسال سياليو نيمه پايلوبه کې ايران افغانستان ته ۸ -۲ ماته ورکړه. په دې سره افغان لوبډله ونه توانېده چې بل پړاو ته لار ومومي.
افغان لوبغاړو د لوبې په لومړۍ برخه کې يو ګول وکړ او په دوهمه برخه کې هم يوزاې د يوه ګول په ترسره کولو وتوانېدل.
افغانستان راتلونکې سې شنبې د جاپان يا ازبکستان پر وړاندې د ژېړو مډال لپاره سيالي کوي.
افغان لوبډلې د فوټسال په دې سياليو کې ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، چين او مالديف ته ماتې ورکړې وه.
فوټسال فوټبال لوبه ده، چې پنځه لوبغاړي یوې خوا او پنځه بلې ته لوبېږي.
په دې لوبه کې د ګول سور او اوږده یوازې یو متر وي او د اصلي فوټبال د ګول په پرته ډېر کوچنی وي.
هرې لوبډلې ته چې یو ګول ورکړل شي، یو لوبغاړی به یې له لوبې وځي او که دوه وشي دوه لوبغاړي به له لوبې ایستل کېږي.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
همدا ډول د جوجيستو په ۶۲ کيلوګرام وزن کې افغان لوبغاړي حسین بخش صفري د سرو زور مډال ګټلی، پر ده سربېره احمد جاويد اميري په دوديزې غېږنيونه کې د سپينو زرو مډال خپل کړی دی.
د افغانستان د ورزش برخې مسؤلینو وايي دوی تمه لري چې افغان لوبغاړي به په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم له مخې به مډال راوړونکو ته له ۲۰۰ زرو څخه تر شاوخوا ۷۰۰ زرو افغانیو انعام ورکول شي.
د اسيا سالون د ننه سياليو په ۲۱ لوبو کې د ۶۴ هېوادونو شاوخوا ۶۰۰۰ لوبغاړي برخه اخلي چې ټاکل شوې وې لس ورځې به دوام وکړي.










