د ترکمنستان اسیایي سیالیو کې افغانستان ۱۲ مډالونه وګټل

ترکمنستان
د عکس تشریح، د ترکمنستان عشق‌آباد کې د المپیک لوبغالی د سالون دننه او مارشل ارټس سیالیو کوربه و.

د ترکمنستان سالون دننه او مارشل ارټس په سیالۍ کې چې نن (د تلې ۵) پای ته ورسېدې، افغان لوبغاړو یو د سرو یو د سپینو زرو او لس هم د برونزو مډالونه خپل کړل.

افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې پیل د سرو زرو مډال په ګټلو سره وکړ.

له افغانستانه لوبغاړو په شپاړسو ورزشي رشتو کې سیالۍ وکړې او د ۶۲ هېوادونو تر منځ یې ۲۶ ځای خپل کړ.

وړاندې تر دې د افغانستان د بدني روزنې مسؤلینو ویلي ول، چې دوی په دغو سیالیو ته د خپل شتون څرګندولو لپاره نه بلکې د مډالونو ګټلو لپاره ځي.

په لومړیو ورځو کې د افغان ورزشي پلاوي ځای د سر په لسو هېوادونو کې وو.

له افغانستانه شاوخوا ۲۳۰ کسیز ورزشي کاروان په دغو سیالیو کې ګډون وکړ، د اسیا او اوقیانوسیه هېوادونو له لوبغاړو سره مخ شول.

یوازینی د سرو زرو مدال حسین بخش صفري د جیجیستو په رشتې کې ترلاسه کړ.

ترکمنستان

د عکس سرچینه، facebook

د عکس تشریح، حسین‌یخش صفری چې ۲۳ کلن دی د ۶۲ کیلوګرام وزن په درلودو د جوجیتسو په رشته کې د افغانستان لپاره د سروزرو مډال وګاټه.

ډېره تمه د تکواندو لوبغاړو ته وه چې ښايي په دغه هېواد کې د تکواندو مخینې او په تېر کې لاس ته راوړنو ته په کتو سره به زیات مډالونه خپل کړي، خو د دغې رشتې لوبغاړي د کوم مډال په ګټلو ونه توانېدل.

د سپینو زرو یوازینی مډال هم د دودیزې غېږ نیونې په برخې کې احمد جاوید امیري خپل کړ.

دغو سیالیو ته د افغان لوبغاړو له سفر مخکې ولسمشر محمد اشرف غني یو حکم ورکړی وو چې له مخې به یې مډال راوړونکو ته له ۲۰۰ زرو څخه تر شاوخوا ۷۰۰ زرو افغانیو انعام ورکړل شي.

دغو لوبو لس ورځې دوام وکړ چې ترکمنستان پکې د ۲۵۴ مډالونو په ګټلو سره لومړی او چین د ۹۷ مډالونو په ترلاسه کولو دویم ځای خپل کړ.