په ترکمنستان کې د آسیا پنځم پړاو سالون دننه سیالۍ
د آسیا سالون دننه سیالۍ پیل شوي او لس ورځې به دوام وکړي چې د آسیا او اوقیانوسیه ۶۲ هېوادونو لوبغاړو ګډون پکې کړی دی. افغانستان هم په دغو سیالیو کې ګډون کړی چې تر دې دمه شپږم ځای لري. د افغانستان د ورزش برخې مسؤلینو ویلي دوی تمه لري چې افغان لوبغاړي به په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي.
د سیالیو پیل لوبغالي کې د جالبو نندارو په وړاندې کولو وشو او د مېلمنو هرکلي ته کوربانه په خپلو ملي کالیو کې ولاړ ول.
عکسونه زموږ همکار خوشحال تایب را استولي دي.












