د فلمي ستوري جیکي چان لپاره افتخاري اوسکار جایزه

جیکي چان د خپلو فلمونو خطرناکې صحنې هم خپله ثبتوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، جیکي چان د خپلو فلمونو خطرناکې صحنې هم خپله ثبتوي

مشهور فلمي ستوري جیکي چان ته د فلمي نړۍ لپاره د غوره خدمتونو بدل کې افتخاري اکاډیمي جایزه ' اوسکار ' ورکول کېږي.

د موشن پکچرز هنرونو او ساینس اکاډیمۍ دغه راز بریتانوي ایډیټورې ان وې کواټس، کاسټینګ ډایریکټر لیین سټالماسټر او مستند جوړونکي فرېډریک وایزمین ته هم د افختخاري جایزې ورکولو لپاره رایې ورکړې.

د اکاډیمۍ مشره چېرې بوني ایزاکز وايي دغه کسان چې جایزه ورکوله کېږي ' په خپل هنر کې رښتوني بې ساري مخکښان دي'

دوی ته به د نومبر په ۱۲ مه نېټه دغه جایزې ورکړلې شي. ۶۲ کلن چان د هانګ کانګ په ګڼو هغو فلمونو کې رول لوبولی، چې د مارشل ارټس یا په ځانګړې توګه کاراتې او کانګفو هنر پکې کارول شوی دی.

د کنګفو پانډا، رش اوور رومبل ان د برونیکس په ګډون د نوموړي یو شمېر فلمونو په نړیواله کچه خورا په زړه پورې بازار وموند.

ښاغلی چان سره له دې چې د خپلو فلمونو خطرناکې صحنې هم خپله ثبتوي، د ډایرکشن، سیناریو لیکنې او فلم تولید په برخه کې مهم رول لري. د اکاډمۍ چارواکي وايي:

'' ښاغلي چان له څلورو لسیزو راهیسې ورزشي رول، جذابیت او هنر ته د ژمنتیا په لړ کې مهم رول درلود.''

جیکي چان پر فېسبوکپاڼه یوه پیغام کې له کورنۍ، دوستانو او اکاډیمۍ مننه کړې.