'ستروژن سپوږمۍ' د نړۍ لروبر په اخیستل شويو عکسونو کې

The Sturgeon Supermoon rises behind the steeple of St Paul's Anglican Pro-Cathedral and the dome of the Basilica of Our Lady of Mount Carmel in Valletta, Malta

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د مالتا په والېتا کې د یوې تاریخي کلیسا له ګونبد سره اخیستل شوی عکس

د نړۍ لروبر د ستورو او سپوږمۍ مینوال د سې‌شنبې پر شپه د معمولا پر خلاف د یوې بشپړې او ډېرې روښانه سپوږمۍ د نندارې شاهدان وو.‌

د دې میاشتې بشپړې سپوږمۍ ته ستروژن سپوږمۍ وايي، دا چې ولې وروسته یې درته وایو.

د کال د دغه فصل سپوږمۍ معمولا له لمر پریواته ډېر ژر راپورته کېږي او اسمان روښانه کوي.‌

د یادونې ده چې د روانې اګست میاشتې پر ۳۰مه به دویم ځل هم د یوې بشپړې سپوږمۍ د کتلو شاهدان واوسو چې هغه ابي یا اسماني سپوږمۍ بولي.

او اوس راځو دې ته چې اوسنۍ بشپړې سپوږمۍ ته ولې 'ستروژن سپوږمۍ' وايي.

دا نوم ځکه پرې ایښودل شوی چې د کال په دغو ورځو شپو کې د شمالي امریکا سیندونو کې د 'ستروژن' په نوم کبان ډېر زیات وي.

دلته درسره د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د سې‌شنبې شپې د دې بشپړې سپوږمۍ ځینې غوره اخیستل شوي عکسونه شریکوو.

The Sturgeon Moon shone over buildings in Pristina, Kosovo

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا عکس د کوسوو پلازمېنه پرېشتینا کې اخیستل شوی
Supermoon rises behind the Liberty Monument

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شمالي قبرس پلازمېنه نیکوزیا کې د ازادۍ مجسمې له څنګه اخیستل شوی عکس
The supermoon was also spotted behind an air traffic control tower at Ben Gurion Airport, near Tel Aviv in Israel

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسراییل تل‌ابیب کې د یوه هوايي ډګر د الوتنو د کنټرول له څار څلي سره
Supermoon shares the skyline with a TV tower in Huai 'an City, Jiangsu province, China

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین په جیانګ‌سو ولایت کې د تلویزیون د انټن له څلي سره
Super moon rises over Grand Camlica Mosque in Istanbul, Turkey

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ترکیې په استانبول کې د منځنیو پېړیو له ګالاتا تاریخي‌څلي سره
Super moon rises over Grand Camlica Mosque in Istanbul

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د استانبول د چاملیجا ستر جومات ترڅنګ د بشپړې سپوږمۍ عکس
The Sturgeon Moonover the Cuatro Torres business area in Madrid.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا عکس د اسپانیا د پلازمېنې مادرید په کواترو تورېس سوداګریزه سیمه کې اخیستل شوی

د ټولو عکسونو د کاپي حق خوندي دی