د ۲۰۲۳ کال لومړنۍ لویې سپوږمۍ ننداره
د ځمکې د کرې پر مخ د بېلابېلو سیمو استوګنو وګړو د دوشنبې په شپه د لویې سپوږمۍ ننداره وکړه چې سپوږمۍ پکې خورا لویه رڼا ښکارېدله.
د امریکا د فضايي څېړنو ناسا د اعلان له مخې، دا لویه سپوږمۍ د درو شپو لپاره د لیدلو وړ ده.
لویه سپوږمۍ هغه مهال لیدل کېدای شي چې سپوږمۍ پخپل ۲۷ ورځني مدار کې د ځمکې کرې ته تر ټولو نژدې شي.
لامل یې دا دی چې د ځمکې پر لوري د سپوږمۍ د چورلېدو مدار ددې پر ځای چې بشپړه شيو په بیضوي بڼه وي.
له ځمکې سره د لویې سپوږمۍ واټن له معمول څخه ۲۲۵۰۰ کیلومتره کم وي.

د عکس سرچینه، PA Media
د عکس تشریح، لویه سپوږمۍ بریتانیا کې د ویتلي ټاپو پر سر
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، یونان کې د پوزییدون معبد پر سر لویه سپوږۍ
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، لویه سپوږمۍ د ارجنټاین لوري ته د ایګاوزو سیند پر سر
د عکس سرچینه، JACK MARCH/BBC WEATHER WATCHERS
د عکس تشریح، د سټاکینګفورډ وارویکشایر پر تیاره اسمان لویه سپوږمۍ
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د کرنې یو تراکتور د دوشنبې په ورځ د اسراییلو سوېل عسقلان ښار ته څېرمه تر لویې سپوږمۍ لاندې ځمکه قلبه کوي
د عکس سرچینه، PA Media
د عکس تشریح، نورتابمبرلنېډ کې د سیټن سلویس پر سر لویه سپوږمۍ
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، بشپړه سپوږمۍ د ترکیې په استانبول کې د نیلي جومات او د ایا صوفیا لوی جومات شاته راښکاره کېږي
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د نیویارک ښار د آزادۍ مجسمې سره لویه سپوږمۍ
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د یوې الوتکې انځور پاریس کې د لویې سپوږمۍ اوږدو کې د الوتلو پرمهال اخیستل شوی
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د ګورجستان کوتایسي کې تماشاچیان لوبه ګوري او شا ته یې لویه سپوږمۍ ښکاري
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د ایټالیا لاکویلا کې د کوڅې له یوه ګروپ سره لویه سپوږمۍ
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د اسپانیا مالاګا بندر کې ددغه سمندري څلي څنګه ته لویه سپوږمۍ ښکاري او د سپږمۍ مخې ته د مرغه عکس اخیستل شوی