د ۲۰۲۳ کال لومړنۍ لویې سپوږمۍ ننداره

د ځمکې د کرې پر مخ د بېلابېلو سیمو استوګنو وګړو د دوشنبې په شپه د لویې سپوږمۍ ننداره وکړه چې سپوږمۍ پکې خورا لویه رڼا ښکارېدله.‌

د امریکا د فضايي څېړنو ناسا د اعلان له مخې، دا لویه سپوږمۍ د درو شپو لپاره د لیدلو وړ ده.‌

لویه سپوږمۍ هغه مهال لیدل کېدای شي چې سپوږمۍ پخپل ۲۷ ورځني مدار کې د ځمکې کرې ته تر ټولو نژدې شي.

لامل یې دا دی چې د ځمکې پر لوري د سپوږمۍ د چورلېدو مدار ددې پر ځای چې بشپړه شيو په بیضوي بڼه وي.

له ځمکې سره د لویې سپوږمۍ واټن له معمول څخه ۲۲۵۰۰ کیلومتره کم وي.