'ستروژن سپوږمۍ' د نړۍ لروبر په اخیستل شويو عکسونو کې

د نړۍ لروبر د ستورو او سپوږمۍ مینوال د سې‌شنبې پر شپه د معمولا پر خلاف د یوې بشپړې او ډېرې روښانه سپوږمۍ د نندارې شاهدان وو.‌

د دې میاشتې بشپړې سپوږمۍ ته ستروژن سپوږمۍ وايي، دا چې ولې وروسته یې درته وایو.

د کال د دغه فصل سپوږمۍ معمولا له لمر پریواته ډېر ژر راپورته کېږي او اسمان روښانه کوي.‌

د یادونې ده چې د روانې اګست میاشتې پر ۳۰مه به دویم ځل هم د یوې بشپړې سپوږمۍ د کتلو شاهدان واوسو چې هغه ابي یا اسماني سپوږمۍ بولي.

او اوس راځو دې ته چې اوسنۍ بشپړې سپوږمۍ ته ولې 'ستروژن سپوږمۍ' وايي.

دا نوم ځکه پرې ایښودل شوی چې د کال په دغو ورځو شپو کې د شمالي امریکا سیندونو کې د 'ستروژن' په نوم کبان ډېر زیات وي.

دلته درسره د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د سې‌شنبې شپې د دې بشپړې سپوږمۍ ځینې غوره اخیستل شوي عکسونه شریکوو.

د ټولو عکسونو د کاپي حق خوندي دی