د پاکستاني پوځ تازه عملیاتو کې ۵۷ اورپکي وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا پېښور کې پر پوځي ښوونځي د طالبانو تر برید او د ۱۴۱ کسانو تر وژل کېدو وروسته، په خیبر ایجنسۍ کې د پوځ بمباریو لږترلږه اوه پنځوس اورپکي وژلي دي.
پاکستان د تېرې سې شنبې په ورځ په ورسک روډ پراته ښوونځي د طالبانو تر برید وروسته د ۱۴۱ کسانو تر وژل کېدو وروسته درې ورځې ملي ویر اعلان کړ.
پوځ وايي، دوی په خیبر ایجنسۍ کې ۲۰ ځلې انتقامي بمباري کړې ده.
پر ښوونځي تر برید وروسته، د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف وویل، د اورپکو پټنځایونه باید ختم کړای شي.
د پوځ ویاند جنرال عاصم سلیم باجوه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په ښوونځي تر خونړي برید وروسته پوځ یوځل بیا په خیبر ایجنسۍ کې د اورپکو پرضد عملیات پیل کړل.
تحریک طالبان پاکستان پر ښوونځي برید ومانه، او وویل چې دا برید یې په شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې د طالبانو پرضد د پوځ د عملیاتو د انتقام اخیستو له کبله کړی.
د پاکستان پوځ ویلي، په تازه بمباریو کې یې د خیبر ایجنسۍ په تیراه دره کې د اورپکو پټنځایونه په نښه کړي دي.
یوه ورځ وړاندې پېښور کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف ویلي وو، استخباراتي معلومات ښيي، چې خیبر ایجنسۍ باید پوځ د اورپکو پرضد لږترلږه لس ځلې بمباري وکړي.








