ډیورنډ کرښې ته څېرمه عملیاتو کې ۳۶ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، b
پاکستاني چارواکي وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه په دته خیلو سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.
قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د جیټ الوتکو په بمبارۍ او د خیبر ایجنسۍ او اورکزیو ایجنسي په نښتو کې ۳۶ سخت دریځي وژل شوي دي.
چارواکي وايي، د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په دته خیلو سیمه کې پر سخت دریځو بریدونه کړي.
د جیټ الوتکو په دته خیلو کې د سخت دریځو دوه پټن ځایونه په نښه کړي.
پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، په دې عملیاتو کې اته کسان وژل شوي، چې ولسي وګړي هم پکې دي.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیات سږ کال په جون میاشت کې پیل شول چې د چارواکو په وینا تر دې دمه ۱۲۰۰ سخت دریځي په کې وژل شوي.
په وژل شوو اورپکو کې تر اوسه د مهمو کسانو نومونه نه دي په ډاګه شوي.
خیبر او اورکزي ایجنسۍ
د خیبر ایجنسي د تیراه په سیمه کې سخت دریځو د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی، چې په غبرګون کې امنیتي ځواکونو ۴ سخت دریځي ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل.
په خیبر ایجنسي کې د تېر اکتوبر پر ۱۷ د 'خیبرون' په نامه پوځي عملیات پیل شول، چې د معلوماتو پربنسټ پوځیان له سختو حالاتو سره مخامخ شول.
اورکزیو ایجنسۍ کې د چارواکو په وینا، سخت دریځو په شیرین دره او خزینه سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د پاکستاني پوځ د دغه برید په ځواب کې ۱۵ سخت دریځي وژلي او په دغه نښته کې ۴ پوځيان ټپیان شوي.
دغه سیمه له خیبر ایجنسۍ سره پر پوله پرته ده چې د چارواکو په وینا، سخت دریځو په کې پر پوستو د شپې له خوا برید کړی و.








