۷ ځلې واکسین شوی ماشوم په ګوزڼ اخته شوی

د عکس سرچینه، epa
د خیبر پښتونخوا ایالت سوات په سیمه کې د ګوزڼ لومړنی ناروغ ماشوم پېژندل شوی دی.
د روغتیا ځايي چارواکي وايي، یاده پېښه د سوات خوازه خیله سیمه کې پنځه کاله وروسته مخې ته راغلې.
چارواکي وايي، د ګوزڼ په ناورغۍ اخته دغه ماشوم نږدې ۲ کاله عمر لري او دغه ناروغ ته څو ځلې د پولیوڅاڅکي ور کړل شوي دي.
د سوات عامې روغتیا مشر ډاکټر سید علی خان بي بي سي ته وویل، په پولیو اخته دغه ناورغ ته ۷ ځلې د پولیو څاڅکي ور کړل شوي، خو وايي دې سره هم دغه ماشوم د پولیو په ناورغۍ اخته شوی دی.
نوموړي وویل، اوس یې څېړنه روانه ده چې څنګه د پولیو واکسین تر لاسه کولو سره سره دغه ماشوم په دغه ناورغۍ اخته شوی.
د دغه ماشوم د پولیو د ناورغۍ رپوټ داسې مهال کې خپریږي، چې په پښتونخوا ایالت کې د پولیو واکسین یو پراخ کمپاین بیا پیل شوي دی.
له ۲۰۱۴ کاله راهیسې د ګوزڼ د ناروغانو شمېر ۲۶۲ کسانو ته لوړ شوی چې ډېری یې د قبایلي سیمو اوسېدونکي دي.
پاکستان د نړۍ له هغو دریو هېوادونو یو دی، چې لا هم په کې د پولیو ویروس شته او نړیوال روغتیایي سازمان یې په دې هڅو کې چې له دې دنیا نه د پولیو ناروغي له منځه وړل غواړي لوی خنډ بولي.
په پاکستان کې له څه مودې راهیسې د پولیو واکسین کار کوونکي د سخت دریځو تر بریدونو لاندې راغلي.
د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د واکسین څاڅکي ورکوونکونو ټیمونو له ۶۰ ډېر غړي او د دوی ساتونکي پولیس وژل شوي دي.








