خیبر ایجنسۍ کې تازه بمباریو "شپیته اورپکي وژلي"

د عکس سرچینه، Getty
د پاکستان پوځي سرچینې وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه په خیبر ایجنسۍ کې تازه بمباریو "لږترلږه شپیته اورپکي وژلي دي ".
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ادعا کړې، چې دا بریدونه د تېرې جمعې له ورځې پیل شوې او تر دوشنبې پورې یې دوام کړی دی.
د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي، په خیبر ایجنسۍ کې د اورپکو اته ځایونه په پرله پسې دوو ورځو کې د پاکستاني جنګي جیټ الوتکو له خوا په نښه شوي.
تر دې مخکې د پاکستان پوځ په په تیراه کې د جیټ الوتکو بمبارۍ کې د <link type="page"><caption> ۱۱ اورپکو د وژل کېدو</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/pokhtonkhwa/2014/12/141210_ma_khyber_jet_bombing" platform="highweb"/></link> ادعا کړې وه.
دوی دغو پوځي عملیاتو او بمبارۍ ته د "لومړي عملیات" نوم ورکړی دی.
خیبر ایجنسۍ هغه جګړه ځپلې سیمه ده، چې د تېر اکتوبر له ۱۷ راهیسې پوځي عملیات پکې روان دي.
د معلوماتو له مخې، هلته پوځي ځواکونو د اورپکو او سخت دریځو له سختو بریدونو سره مخامخ شوي دي.
هلته ډېر کله د پوځ او اورپکو ترمنځ جګړه روانه وي.
د روان دسمبر په لومړیو کې د تیراه اکا خېلو سیمه کې اورپکو د پوځ پر پوستو بریدونه وکړل، چې د پوځ په ځوابي برید کې څلور اورپکي ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
په تېر نومبر کې هم خیبر ایجنسۍ کې بمباري شوې وه، چې د پاکستاني حکومتي چارواکي په وینا، د اورپکو د قومندانانو په ګډون لږترلږه ۱۹ سخت دریځي پکې ووژل شول.








