پاکستان پوځ وايي هوايي بریدونو کې ۱۱ سخت دریځي وژلي

د عکس سرچینه، Getty
پاکستاني پوځي چارواکي وايي، قبایلي سیمه خیبر ایجنسي کې یې د تازه عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ سخت دریځي وژلي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو اداره (ای ایس پي ار) د چهارشنبې په ورځ یوې اعلامیې کې ویلي، چې د سې شنبې په ماښام دغه تازه عملیات تر سره شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې د خیبر ایجنسي تیراه سیمه کې سخت دریځي وسله وال په نښه شوي.
ویل کېږي، چې خیبر ایجنسي کې ګڼ شمېر سخت دریځي وسله وال موجود دي او د پاکستان پوځ په دغه سیمه کې د اکتوبر میاشتې له ۱۷ نه د خیبر ون په نوم پوځي عملیات پیل کړي دي.
په دغه سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او سخت دریځو وسله والو ترمنځ ډېری وخت نښتې رامنځته کېږي.
د دسامبر میاشتې په لومړیو کې د تیراه په اکاخیلو سیمه کې سخت دریځو پر امنیتي پوستې برید کړی و، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۴ وسله وال وژل شوي وو او ۶ نو ر ټپیان وو.
د نوامبر میاشت په منځ کې بیا په خیبر ایجنسۍ کې پاکستاني يوځ هوايي بریدونه کړي وو، چې د چارواکو په وینا په دغو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ وسله وال وژل شوي وو.




