"امریکا هغه وخت چېرې وه چې د پاکستان ورته اړتیا وه"

چینی سفیر کا اشارہ گذشتہ روز امریکہ کی جنوبی اور وسط ایشیائی امور کی نائب سیکریٹری ایلس ویلز کی تقریر کی طرف تھا جس میں انھوں نے کہا تھا کہ پاکستانی شہریوں کو سی پیک کی شفافیت کے حوالے سے سوالات اٹھانے چاہیئیں۔

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین سفیر وايي، له پاکستان به په بد وخت کې خپل پور ونه غواړي.

پاکستان کې د چین سفیر یاو جینګ د جمعې په ورځ خبري غونډې ته وویل، سي پېک د پاکستان او چین په ګټه دی او د دواړو هېوادونو رسنیو ته پکار دي چې د دې پروژې په هکله د منفي پروپاګنډا مقابله وکړي.

د هغه اشاره د سوېلي او منځنۍ اسیا چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ایلیس وېلز وروستیو څرګندونو ته وه چې ویلي یې دي چې پاکستانيو وګړو ته پکار دي د سي پېک د روڼتیا په هکله پوښتنې راپورته کړي.

د پنجشنبې په ورځ واشنګټن کې یوه اندیځ یا فکري مرکز کې د وینا پرمهال ایلس وېلز وویل، چین دا مهال نړۍ کې د پور ور کولو تر ټولو ستر هېواد دی، خو د پور شرایط نه ډاګیزوي چې له امله یې پاکستانیان په سي پېک کې د چین د پانګونې په هکله پوښتنې راپورته کول غواړي.

د هغې په خبره، د سي پېک له وجهې به د پاکستان اقتصاد هغه مهال زیانمن شي چې له څلورو تر شپږ کلونو وروسته دغه هېواد ته د پور پرې کول پکار وي. که دا پور ځنډېږي هم هغومره به د پاکستان پر اقتصاد بوج کېږي.

د مېرمن وېلز له خبرو وروسته د چین سفیر وویل، چین له سیاسي موخو یا ځانګړو حکومتونو ته له پام پرته تل له پاکستان سره مرسته کړې او په بد وخت کې به له پاکستان د دې پور غوښتنه ونه کړي.

د هغه په خبره، دا ای اېم اېف یا د پیسو نړیوال صندوق دی چې د پور پرې کولو سخت شرایط لري.

هغه دا پوښتنه هم وکړه چې پر ۲۰۱۳ کال پاکستان د انرژۍ له سخت کړکېچ سره مخ و او چین ورته لمري برېښنا جوړوله، نو هغه وخت امریکا چېرته وه، امریکايي کمپنیو هغه وخت ولې دا برېښنا جوړه نه کړه.

د هغه په خبره، امریکا له پاکستان سره خپله مرسته ولې د سیاسي غوښتنو له مخې وځنډوله.

امریکا غوره انتخاب

ایلس ویلز نے بتایا کہ پاکستان امریکہ کے لیے اقتصادی طور پر ایک اہم ملک ہے اور اس کی اہمیت کا اندازہ اس بات سے لگایا جا سکتا ہے کہ آئندہ سال امریکی محکمہِ کامرس کے 15 تجارتی وفد پاکستان آئیں گے۔

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایلس ويلز وايي، پاکستان امریکا ته د پانګونې له پلوه مهم هېواد دی.

خپله وینا کې ایلس وېلز دا هم ویلي چې دې خبره کې شک نشته چې پاکستان بېخ بنسټې برخه کې پانګونې ته سخته اړتیا لري، خو له سي پېک سره به د پاکستان اقتصاد ته اوږدمهالی تاوان ورسېږي.

د هغې په خبره، د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د امریکا سره غوره ماډلونه شته چې له مخې یې د امریکا خصوصي کمپنۍ پاکستان کې پانګونه کولی او هلته یې ځايي خلکو ته ګټه رسېدلی شي او حکومتي مرستې سره د پاکستان اقتصاد پیاوړی کېږي.

"پاکستان امریکا ته له اقتصادي پلوه یو مهم هېواد دی او د دې اهمیت پته له دې لګېدلی شي چې راتلونکی کال د امریکا د سوداګرۍ ادارې پلاوی پاکستان ته ځي".

نوموړې سي پېک کې څو داسې مثالونه هم وړاندې کړل چې په خبره یې د پاکستان ګټو ته پکې لومړیتوب نه دی ور کړل شوی:

"د سي پېک تر ټولو لویه پروژه له کراچۍ تر پېښور د پټلۍ خدمتونو لا ښه کولو پروژې بیه اول کې ۸،۲ میلیارد ډالره وه، وروسته د پاکستان د پټلۍ وزیر وویل، چې ۶،۲ میلیارد ډالر پکار دي، خو رسنیو کې دا ۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلي".

سي پېک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چین د دې پروژې له لارې ګوادر جوړول غواړي چې ور سره منځني ختیځ ته لار پیدا کړي.

د دې په خبره، د پاکستان ولس ته ولې دا مالومه نه شوه چې دا بیه ولې پورته شوه.

خو د چین سفیر وايي، دا بیه اټکلي ده او د پروژې دویم پړاو کې کره لګښت مالومېږي.

اېلس وېلز یوه بل تور کې وویل، چې سي پېک د پاکستانیانو لپاره کار نه پیدا کوي، خو په ځواب کې یې د چین سفیر وايي، د چین دې پروژو کې تراوسه ۷۵ زره پاکستانیانو ته کار برابر شوی دی.