چین ولې د پاکستان او هند ترمنځ جګړه نه غواړي؟

هند

د عکس سرچینه، رائٹREUTERS

د عکس تشریح، پاکستان او هند دواړه پر کشمیر دعوه لري، او هر یو یې پر نیمایي برخه کنترول لري.

چین د هند نژدې ګاونډی دی چې ورسره تر ټولو اوږده ۳۵۰۰ کیلومټره پوله لري.

ددې دواړو هېوادونو ترمنځ په کال ۱۹۶۲ کې جګړه هم شوې وه چې هند یې له ماتې سره مخ کړی و.

د پاکستان او هند ترمنځ شخړه ټولو ته ښکاره ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ درې وارې جګړه شوې ده.

پر دې سربېره د کشمیر پرسر د هند او پاکستان ترمنځ لانجه له کلونو راهیسې په خپل ځای پاته ده.

د چین او پاکستان ترمنځ کلکه ملګرتیا ده، خو د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې دې هېواد ځان ګوښه ساتلی و او د پاکستان د پوځ مرسته یې نه وه کړې.

کله چې د پاکستان او هند ترمنځ وضعیت ترینګلی شي، تر ټولو ډېره تمه د چین غبرګون ته وي.

پاکستان تمه لري چې په داسې وضعیت کې چین ددوی مرسته وکړي، خو چین بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمیر پرسر شخړه یوازې د مذاکراتو له لارې د حل وړ بولي.

له تېرو دوه اونیو راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې تر ټولو ناوړه وضعیت ته رسیدلي.

چین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چین د هند نژدې ګاونډی دی چې ورسره تر ټولو اوږد ۳۵۰۰ کیلومټره پوله لري.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سخت دریځو وسله والو یوه موټر بم برید کې د نیمه پوځي ملېشو لږ تر لږه ۴۰ هندي سرتېري وژل کېدو وروسته هند د پاکستان پر بالاکوټ سیمه هوايي بریدونه وکړل او د پاکستان مېشتې جیش محمد نومې ډلې د ګڼو وسله والو د وژلو دعوی یې وکړه.

پاکستان پوځ هم ویلي و چې هندۍ الوتکې یې غورځولې او یو پیلوټ یې نیولی و.

که څه هم پاکستان د هند نیول شوی پیلوټ بېرته ورسپارلی خو لاهم ویل کیږي د دواړو هېوادونو ترمنځ حالت کړکېچن دی.

ویل کیږي هند له ۱۹۷۱ کال وروسته لومړی وار پر پاکستان داسې برید کړی دی.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین له پاکستان سره ډیپلوماټیکې، پوځي او نورې نژدې اړیکې دي، له بلې خوا د امریکا او چین ترمنځ سوداګریزې شخړې خطر هم شته چې چین په دې برخه کې له پاکستان سره سوداګریز ملګرتیا پالي.

چین له پاکستان او هند سره بېلې اړیکې لري او ددې هېواد لپاره سخته ده چې د یو هېواد پلوي وکړي.

چین له پاکستان سره ډیپلوماټیکې، پوځي او نورې نژدې اړیکې دي، له بلې خوا د امریکا او چین ترمنځ سوداګریزې شخړې خطر هم شته چې چین په دې برخه کې له پاکستان سره سوداګریز ملګرتیا پالي.

له بلې خوا چین د هند سره هم خپل ملګرتیا ساتي.

پاکستان او هند دواړه پر کشمیر دعوه لري، او هر یو یې پر نیمایي برخه کنترول لري.

په کشمیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات له کشمیر نه د چین تر پولې رسیږي.