پاکستان او هند د یو بل د الوتکو د غورځولو خبره کوي

د عکس سرچینه، AFP
هند او پاکستان یو بل د هوايي حریم په خلاف ورزۍ تورنوي او د پاکستان پوځ دعوه کوي چې پر کنټرول کرښه له تېرېدو او پاکستان ته اوښتو سره یې د هند دوه الوتکې وغورځولې.
له دې مخکې پاکستان ویل چې الوتکې یې خپله فضا کې وې او پر کنټرول کرښه یې لرې هدف ویشتلی دی.
له بلې خوا د هند کورنیو چارو وزارت او هوايي ځواک مرستیال مشر وايي، پاکستاني هوايي ځواک سره هوا کې نښته شوې او یوه پاکستانۍ الوتکه یې غورځولې او د دوی یوه الوتکه هم ویشتل شوې ده.
د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور د هندي چارواکو دا ادعا ردوي.
نوموړي په ټوېټر کې لیکلي چې د پاکستانیو الوتکو له الوت وروسته هندي الوتکې بیا له کنټرول کرښې ور واوښتې، چې ور سره په نښه شوې.
نوموړی زیاتوي چې یوه هندۍ الوتکه د پاکستان واکي کمشیر او بله د هند واکي کشمیر کې وغورځېده.
تورنجنرال غفور زیاتوي چې پاکستاني پوځیانو یو هندی پیلوټ نیولی او د دوو نورو د نیولو هڅه کوي.
له دې مخکې رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له خولې وویل، چې د پاکستان درې الوتکې د هند فضايي پولو ته ننوتې، خو ستنولو ته یې اړې کړې.

د هند خبري اژانس پرېس ټرسټ اف انډیا هم وايي، چې پېښه د کنترول کرښې له نوشېره سیکټر سره شوې، هغه ځای چې پاکستانۍ الوتکې راجوړي ضلعې ته ننوتې وې، خو هندیو الوتکو شاتګ ته مجبورې کړې.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چازو ورازت وايي، د پاکستانیو الوتکو له خوا د هندي الوتکو غورځېدل د نوي ډېلي د پروني برید غبرګون نه دی.
په بیان کې زیاته شوې، چې د ننني ځواب موخه دا وه چې پاکستان د خپلې دفاع حق او وړتیا لري.
پاکستاني چارواکي دا هم وايي، چې د تاوتریخوالي زیاتېدل نه غواړي، خو که داسې کېږي، نو پوره تیار دی او په رڼا ورځ به عمل کوي چې پوره روښانه وي.
په بیان کې زیاته شوې، که هند بې ثبوته وايي، چې پاکستان ترهګرو ته پنا ور کړې او په دې پلمه بریدونه کوي، نو اسلام اباد هم پر هغو کسانو د برید حق لري چې پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره یې هند ملاتړ کوي.
خو پاکستاني چارواکي وايي، چې پر دې لار تلل نه غواړي او هیله لري چې هند د امن چانس ور کړي.
د پاکستان خاوره کې د هندي الوتکو بمبار پسې له پرون راهیسې پر کنټرول کرښه حالت ترینګلی دی او بېګا ماښام د پاکستان واک کې کشمیر چارواکو وویل، چې د هندي ځواکونو ډزو کې درې ښځې او یو ماشوم وژل شوی او څو نور کسان ژوبل دي.
ځايي چارواکي زیاتوي چې هندي ځواکونو په مختلفو سیمو ډزې کړې او له امله یې نیکال سیکټر کې د یوې کورنۍ درې ښځې او بله سیمه کې یو ماشوم وژل شوی، همدارنګه تراوسه د ۱۱ کسانو د ټپي کېدو خبر ور رسېدلی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د پاکستان واکي کشمیر د اطلاعاتو وزیر مشتاق منهاس د بي بي سي خبریال محمد زبیر ته وویل، دا مهال سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی:
"د ټولو سرکاري ادارو رخصتۍ ځنډول شوې، روغتونونه او مرستندویه ادارې تیارسي او هر ډول حالت ته تیارې دي".
خو د هند ځواکونه بیا پاکستاني سرتېري د کنټرول کرښې په خلاف ورزۍ تورنوي.
هند وايي، بېګا ماښام پاکستان پر کنټرول کرښه له ۱۲ تر ۱۵ ځایونو ډزې کړې چې په ځواب کې هندي پوځ هم ډزې پیل کړې او پاکستاني لوري ته یې پر ځاني زیان سربېره پنځه څوکۍ هم زیانمنې کړې دي.









