د هندي پوځ ډزو کې د پاکستان خواته "د ۴ کسانو وژل" کېدل

بالاکوټ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پاکستان پوځ رسنوالو ته د هند د بمبار سیمه ښيي.

د پاکستان خاوره کې د هندي الوتکو بمبار پسې پر کنټرول کرښه حالت ترینګلی دی او بېګا ماښام د پاکستان واک کې کشمیر چارواکو وویل، چې د هندي ځواکونو ډزو کې درې ښځې او یو ماشوم وژل شوی او څو نور کسان ژوبل دي.

ځايي چارواکي زیاتوي چې هندي ځواکونو په مختلفو سیمو ډزې کړې او له امله یې نیکال سیکټر کې د یوې کورنۍ درې ښځې او بله سیمه کې یو ماشوم وژل شوی، همدارنګه تراوسه د ۱۱ کسانو د ټپي کېدو خبر ور رسېدلی دی.

د پاکستان واکي کشمیر د اطلاعاتو وزیر مشتاق منهاس د بي بي سي خبریال محمد زبیر ته وویل، دا مهال سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی:

"د ټولو سرکاري ادارو رخصتۍ ځنډول شوې، روغتونونه او مرستندویه ادارې تیارسي او هر ډول حالت ته تیارې دي".

مشتاق منهاس دا هم وايي، چې د کوټلي پر مختلفو سیمو د هندي پوځ پر ډزو سربېره د کنټرول کرښې نورو سیمو کې هم ډزې شوې، خو د پاکستان امنیتي ځواکونو غاښ ماتی ځواب ور کړی دی.

نوموړی وايي، حکومت هر حالت ته تیار دی او ځايي خلکو ته یې هم ویلي چې تیار اوسي، ځکه تر وروستیو خبرونو هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ډزې تبادله کېږي.

خو د هند ځواکونه بیا پاکستاني سرتېري د کنټرول کرښې په خلاف ورزۍ تورنوي.

هند وايي، بېګا ماښام پاکستان پر کنټرول کرښه له ۱۲ تر ۱۵ ځایونو ډزې کړې چې په ځواب کې هندي پوځ هم ډزې پیل کړې او پاکستاني لوري ته یې پر ځاني زیان سربېره پنځه څوکۍ هم زیانمنې کړې دي.

اسټرالیا او فرانسه: پاکستان دې خپله خاوره کې ترهګرو له منځه یوسي

کشمیر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستاني سرتېري په کشمیر کې پوله څاري.

په دا مهال د اسلامي همکارۍ ټولنې د سې شنبې په ورځ ټوېټ سره، د پاکستان خاورې ته د هندیو الوتکو اوښتل وغندل او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه وکړه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم دواړه هېوادونه زغم ته بللي او ترې غوښتي یې دي چې د حالاتو ښه والي هڅه وکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم پنځو ټوېټونو کې له اسلام اباد او نوي ډېلي غوښتي چې پوځي لار خپله نه کړي، بلکې خبرې وکړي او زغم وښيي.

د فرانس بهرنیو چارو وزارت دا هم وايي، چې هند حق لري له پولې بهر ترهګرۍ پرضد عملیات وکړي او پاکستان ته پکار ده، خپله خاوره کې ترهګرو ته ځای ور نه کړي.

اسټرالیا هم له نوي ډېلي او اسلام اباد د زغم غوښتنه کړې او له پاکستان یې غوښتي چې خپله خاوره کې د ترهګرو ضد عملیات وکړي.

د هند د سې شنبې ورځې برید

سرینګر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جیش محمد د هندي سرتېرو پر کاروان د موټر بم برید مسوولیت منلی چې تر ۴۶ پوځیان پکې ووژل شو.

د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویجې ګوکلي د سې شنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د استخباراتي معلوماتو له مخې یې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد تر ټولو ستر مرکز په نښه کړی دی.

یاده سیمه د خیبر پښتنوخوا ایالت مانسېرې ضلعې پورې اړونده ده.

که څه هم د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور وايي، چې برید کشمیر کې له کنټرول کرښې درې میله د پاکستان خاوره کې شوی، خو د پښتونخوا مانسېره او بالاکوټ کې خلکو ویلي چې دغه سیمه کې یې د الوتکو او چاودنو غږونه اورېدلي.

ښاغلی ګوکلي وايي، هند ته د پېښ ممکنه خطر له امله یې دا برید کړی او هیله یې ده چې ولسي کسانو ته مرګ ژوبله نه وي اوښتې.

د هغه په خبره، دا برید په ځنګل پوښلي غره کې پر یو مرکز شوی چې له ولسي خلکو لېرې و.

ښاغلی ګوکلي وايي، دې برید کې د جیش محمد ډېر وسلوال، روزونکي، مهم قومندانان او هغه جهادیان وژل شوي چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو کېدل.

د هند بهرنیو چارو وزارت دا چارواکی وايي، بالاکوټ کې دا مرکز د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر اوښي او په استاد غوري مشهور مولانا یوسف اظهر چلاوه.

دی وايي، هند په ځلونو پاکستان ته باوري استخبارات ور کړل چې ترهګر دا ځمکه کاروي، خو اسلام اباد یې پر وړاندې کوم غبرګون نه ښوده، ځکه نوي ډېلي پرېکړه وکړه چې د ممکنه بریدونو د مخنیوي لپاره د جیش محمد پرضد بریدونه ضروري دي.

جیش محمد د فبرورۍ پر ۱۴ د هند تر ولکې لاندې کشمیر پلوامه کې پر هندي سرتېرو د موټر بم برید مسوولیت منلی، چې له څلوېښتو ډېر هندي سرتېري پکې ووژل شول.

د هند برید ته د پاکستان غبرګون

عمران خان

د عکس سرچینه، PM HOUSE

د عکس تشریح، عمران خاند پارلمان ګډه غونډه هم بللې چې ممکن نن وشي.

د هند له برید څو ګړۍ وروسته د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت شورا له بېړنۍ ناستې وروسته پاکستان وايي، د هند هوايي برید ته به په مناسب وخت ځواب ور کړي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، چې د هند بې مسوولیته پالیسي به د نړۍ مشرانو ته روښانه کړي.

د نوموړي په مشرۍ دې غونډه کې د پاکستان د پوځ مشرانو، د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو هم ګډون درولود.

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، پاکستان هېڅ کله هم نه غواړي چې وضعیت ترینګلی کړي.

نوموړي اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې وضعیت نازک دی او دی نه غواړي چې داسې څه ووایي چې ورسره وضعیت نور هم خراب شي.