هند له پاکستان سره پر پوله 'لوی پوځي مانور' پیل کړی

د هند هوايي پوځي مانور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې مانورو کې ۱۳۷ بېلابېلې الوتکې کارول کېږي.

د کشمیر پلوامه سیمه کې پر هندي امنیتي ځواکونو تر خونړي برید وروسته راجستان کې له پاکستان سره پر پوله هندي امنیتي ځواکونو لویې پوځي مانورې پیل کړې دي.

په دې پوځي مانورو کې د چورلکو او جیټ الوتکو په ګډون بېلابېل پوځي وسیلې کارول کېږي.

د هند رسمي خبري اژانس 'پي ټي ای' ویلي، دا مانورې په 'پوکهران' او بهرپور سیمو کې پیل شوي دي.

ګڼو هندي رسنیو ویلي، دغو پوځي مانورو ته له پخوا راهیسې چمتووالی نیول شوی دی.

دا مانورې داسې مهال پیل شوې، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر پلوامه سیمې خونړي برید کې د وژل شویو هندي سرتېرو مړي خپلو کورنیو ته سپارل کېږي او په دې هېواد کې د پاکستان ضد نظریه پیاوړې کېدونکې ده.

د "وېو شیکټي" په نامه دغو پوځي مانورو کې د هند هوايي پوځي وسلې، جنګي الوتکې، توغندي او له ځمکې هوا ته توغېدونکي توغندي کارول کېږي.

د پي ټي ای د راپور له مخې، په دې انورو کې هغه جنګي الوتکې هم کارول کېږي، چې د ورځې په رڼا او د شپې په تیاره کې خپل هدفونه سم ویشتلی شي.

د هند فضايي مانورې

د عکس سرچینه، Getty Images

دا لومړی ځل دی چې هند پخپلو مانورو کې هند جوړ پوځي توکي او توغندي کاروي.

د هند هوايي ځواکونو په ځمکنیو هدفونو کې روس جوړې مېګراټیډ مېګ ۲۹ ډوله الوتکې هم کارولې دي.

په دې مانورو کې ۱۳۷ بېلابېلې الوتکې کارول کېږي.

د هند د پوځ مشر بپڼ راوت په بېلابېلو هېوادونو کې خپلو دفاعي اتاشه ګانو ته ویلي، چې دا مانورې وګوري.

پر پاکستان فشار

د هند فضايي مانورې

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سخت دریځو وسله والو یوه موټر بم برید کې د نیمه پوځي ملېشو لږ تر لږه ۴۰ هندي سرتېري تر وژل کېدو د هند او پاکستان اړیکي یوځل بیا ترینګلي شوي.

د هند لومړي وزیر مودي د دغه برید په غبرګون کې ویلي، پاکستان دې د هند د تبا کولو خوب هېر کړي.

سپنې ماڼۍ د برید په اړه وویل، پاکستان دې خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځي سم لاس ختم کړي.

د ایران 'سپاه پاسداران انقلاب ' قومندان پر پاکستان تور پورې کړی، چې پاکستاني امنیتي ځواکونه د هغو بریدګرو ملاتړ کوي چې دا وروستیو کې یې د ایران په سویل ختیځ کې ځانمرګی برید کړی.