ایرانی جنرال: پاکستان د هغو بریدګرو ملاتړ کوي چې پر سپاه پاسداران بریدونه کوي

ایران

د عکس سرچینه، FARS

د عکس تشریح، پر ایراني سرتېرو د چهارشنبې ورځې برید کې ۲۷ کسان وژل شوي

د ایران 'سپاه پاسداران انقلاب ' قومندان تور پورې کړی، پاکستاني امنیتي ځواکونه د هغو بریدګرو ملاتړ کوي چې دا وروستیو کې یې د ایران په سویل ختیځ کې ځانمرګی برید کړی.

د چهارشنبې ورځې هغه برید کې د سپاه پاسدران ځواک ۲۷ سرتېري ووژل شول.

په هغه مرکه کې چې د شنبې پر ورځ د ایراني پر دولتي رسنیو خپره شوه، د سپاه پاسداران قومندان تورنجرال محمد عملي جعفري تور پورې کړ ' 'پاکستان حکومت د انقلاب او اسلام مخالفینو ته پناه ورکوي. ''

نوموړي وویل، ایران ته معلومه ده چې دغه بریدګر چېرې ژوند کوي. ښاغلی جعفري وايي:

''که پاکستان خپل مسوولیت سر ته نه رسوي، نو د نړیوالو قوانینو له مخې ایران حق لري ځوابي فعالیت وکړي او ترهګرو ته سزا ورکړي. ''

د یادونې ده چې سني وسله والو سخت دریځو 'جیش العدل ' ادعا کړې وه، چې د چهارشنبې ورځې برید دوی کړی دی.

دغې ډلې دا وروستیو کې د ایران سیستان بلوچستان سیمه کې یو شمېر بریدونه کړي دي. دغه سیمه کې ډېری اوسېدونکي سني بلوڅان دي.

ایران

د عکس سرچینه، IRNA

د چهارشنبې ورځې برید له تېر سپتمبر راهیسې تر ټولو خونړی برید و. د سپتمبر میاشتې برید کې چې پر پوځي مراسمو شوی و، ۲۴ کسان وژل شوي وو.

تر دې وړاندې هم ايران په ورته مسایلو کې پر پاکستان نيوکې کړى.

مخکې د ايران د کورنيو چارو وزير عبد الرضا رحماني فضلي ويلي و، د دوی امنيتي ځواکونه هم کولای شي د پولې بله غاړه کې حضور ولري خو زياته یې کړه چې پاکستان ته د درناوي له کبله دغه تګلاره نه پلې کوي.

د ايران تر څنګ پر پاکستان د افغانستان او هند لخوا هم ورته نيوکې شوې دي.

پر پنجشنبه کشمير کې پر هندي سر تېرو له بريد وروسته د هند حکو مت وویل چې پاکستان به له يوې بشپړي انزوا يا ځانته پاتې کېدو سره مخامخ کړي.

کشمیر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د فبرورۍ پر ۱۵ کشمیر کې پر هندي ملېشه ځواک یوه برید کې ۴۴ سرتېري ووژل شول، چې جیش محمد نومې ډلې یې د تر سره کولو ادعا وکړه.

په کشمير کې د هند پر امنيتي ځواکونو بريد کې له ٤٠ زيات سر تېري وژل شوي چې د هغه برید مسوليت د 'جيش محمد ' په نامه ډلې منلی چې هندي چارواکي ادعا کوي پاکستان مېشته ډله ده او هغه هېواد کې ملاتړ لري.

پاکستان پرهندې ځواکونو دغه بريد غندلی او په هغه کې يې د پاکستان لاس لرل رد کړي دي.