"ایران کې د سپاه پاسدران پر مرکز برید شوی"

د عکس سرچینه، IRIB
د ایران رسنۍ وايي، د دغه هېواد د سیستان بلوچستان په نېکشهر ولسوالۍ کې د سپاه اړوند د بسیج پر مرکز برید شوی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او پنځه ټپیان دي.
ایرنا خبري اژانس د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو د قدس څانګې له خولې وايي، چې سهارنیو مراسمو کې یې پر یوه مرکز برید و چې پکې د سپاه غړو ته مرګ ژوبه واوښته.
تېره سې شنبه هم د سیستان بلوچستان مرکز زاهدان کې دوو چاودنو کې درې سرتېري ټپیان شول.
دې مرکز هم د اعلامیې خپرولو سره دا برید ترهګریز بللی او وايي، ترهګرې ډلګۍ کړی دی.
ایران کې تر ډېره هغو ډلو ته ترهګر ویل کېږي چې د حکومت ضد بریدونه کوي.
د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د نېکشهر څارنوال رسنیو ته ویلي چې د دوو ټپیانو وضعیت نازک دی.
دوی دا هم وايي، چې امنیتي ځواکونه د بریدګرو د نیولو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، .
د سیستان بلوچستان د والي امنیتي مرستیال هم له ایسنا خبري اژانس سره خبرو کې ویلي چې امنیتي او استخباراتي ځواکونه دا پېښه څاري:
دوښمن هڅه کوي چې د انقلاب څلوېښتمه کلیزې په ورځ سیمه ناامن کړي، خو دا ډول پېښو سره به څه ګټه ونه کړي.
سیستان بلوچستان په تېره له پاکستان سره پر پوله سیمو کې یې وروستیو کلونو کې د وسلوالو ډلو بریدونه ډېر شوي دي.
ځینې دا ډلې ځانونه د بلوڅ لږکیو د حقونو مدافع بولي. په دې سیمو کې قاچاقي ډلې هم فعالې دي، چې وخت ناوخت له امنیتي ځواکونو سره نښتې کوي.
سیستان بلوچستان کې چاودنې

د عکس سرچینه، IRNA
تېره سې شنبه هم د سیستان بلوچستان مرکز زاهدن کې د دوو چاودنو له امله درې سرتېري ټپیان شول.
د جیش العدل په نوم ډلې وویل، چاودنو کې یې ایرانیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو امنیتي چارواکو ویل، چې د ماینونو شنډولو پر مهال سرتېري ټپیان شوي دي.
جیشن العدل د تېر اکټوبر پر څوارلسمه له پاکستان سره پر پوله د سیستان بلوچستان په میرجاوه کې د سپاه پاسدران د څوارلسو سرتېرو د تښتولو مسوولیت هم ومانه.
جیش العدل ځان د عدالت او برابرۍ پوځ او سني بولي.
ایران دې ډلې ته جیش الظلم وايي.
دا ډله د ایران د لسګونو سرتېري د وژلو دعوه کوي.








