ایران: پاکستان کې د وسلوالو پټنځي په نښه کوو

د عکس سرچینه، AFP
د ایران د وسلوالو ځواکونو مشر وايي، که اسلام اباد د هغو وسلوالو پرضد ګام پورته نه کړي، چې د ایران خاوره کې یې برید کړی دی، نو تهران به پاکستان کې د وسلوالو پټنځي په نښه کړي.
د تورنجنرال محمد باقري دا وینا له هغه وروسته ده، چې تېره میاشت د پاکستان او ایران په سرحدي سیمه میرجاوه کې لس ایراني ځواکونه ووژل شول.
ایران سني توندلارې ډله جیش العدل د دې برید مسووله وبلله او دا یې هم وویل، چې دې ډلې دا ځواکونه د پاکستان له خاورې په نښه ویشتونکو ټوپکو سره وژلي دي.
رویټرز خبري اژانس وايي، تورنجنرال باقري هم د دوشنبې په ورځ ویلي: "موږ دا وضعیت زغملی نه شو".
دا اژانس د ایران د حکومتي رسنۍ ایرنا له خوې زیاتوي، محمد باقري هیله وښوده چې پاکستاني چارواکي خپله پوله کنټرول کړي، (ترهګر) ونیسي اوپټنځي یې له منځه یوسي:
"که داسې ونه شي، ایران به په پاکستان کې عملیات وکړي".
"که د ترهګرو بریدونه روان وي، نو موږ به هر ځای د دوی خوندي پټنځي او روزنځي په نښه کړو".
د ایران د دفاع وزیر ګواښ

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنرال باقر له څرګندونو مخکې د ایران دفاع وزیر حسین دهقان هم ویلي، چې د پاکستان سره تړلي سرحد کې د ایراني پوله ساتو د وژنې له امله تهران د ځوابي برید حق لري.
پر ۲۰۱۴ کال هم چې جیش العدل د ایران پنځه پوله ساتي وتښتول، تهران یې د موندلو لپاره د پاکستان خاورې ته د خپلو ځواکونو د استولو خبره کړې وه.
خو اسلام اباد یې په ځواب کې وویل، تهران په داسې چار سره د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي کوي. وروسته له تښتوونکو سره د خبرو له لارې دا مسله اواره شوه.
د ایراني پوله ساتو له وژنې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاکستان ته لاړ او له لومړي وزیر نواز شریف یې د سرحدي امنیت د لا ډېر خونديتوب غوښتنه وکړه.
پر دې سربېره د ایران ولسمشر حسن روحاني هم نواز شریف ته په پیغام لېږلوسره وویل، چې د ایرانیو پوله ساتو وژونکي د قانون منګولو ته وسپاري.
نوموړي په دغه پیغام کې دعوه کړې وه، چې ځینې هېوادونه په نیابتي جګړې سره د اسلامي هېوادونو یووالی زیانمنول غواړي.

د عکس سرچینه، PID








