ټرمپ: ایران له اور سره لوبې کوي

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا حکومت ویلي، پر ایران له دې کبله نوي بندیزونه لګول شوي دي، چې دا وروستیو کې دغه هېواد د بالیسټک توغندي نوې ازموینه وکړه. د امریکا خزانې اداې په وینا دغو بندیزونه د ۱۳ کسانو او لسګونو کمپنیو خلاف لګول شوي دي.
له دې مخکې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټویټر پاڼه لیکلي و: ایران له اور سره لوبې کوي، ایا دوی د دې قدر نه کوي، چې ولسمشر اوبا پر دوی څومره 'مهربان ' و، خو زه داسې نه یم '
بل لور ته ایران ویلي، د یوه 'بې تجربې ' کس له لوري د امریکا د 'بې ځایه ' ګواښونو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړي.
هغه یو شمېر شرکتونه، چې بندیزونه پرې لګول شوي دي، متحدو عربي اماراتو، لبنان او چین کې دي او د په کې د اسلامي جمهوریت پاسداران غړي هم شامل دي.
له دې مخکې د کورني امنیت چارو کې د امریکايي ولسمشر سلاکار د ایران له لوري د توغندي له تجربې وروسته پر دغه هېواد د ' زیانمونکو کړنو ' تر سره کولو تور پورې کړی و. د پنجشنبې پر ورځ مایکل فالن له نورو جزیاتو ورکولو پرته وویل، چې 'نن موږ ایران ته په رسمي توګه خبرداری ورکړ. '

د عکس سرچینه، AFP
د ایران له لوري د توغندي له ازموینې وروسته امریکا پر دغه هېواد تور پورې کړ، چې ګواکې د ملګرو ملتونو له ۲۲۳۱ شمېره پرېکړه لیکه یې سرغړونه کړې.
په هغه هوکړه لیک کې له ایران نه غوښتل شوي، چې د اتومي وسلو کارولو وړتیا لرونکي هېڅ ډول توغندي په تړاو هېڅ چاره تر سره نه کړي.
۲۰۱۵ کال کې د ایران اتومي پروګرام پر سر د ایران او شپږو نړیوالو ځواکونو تر منځ د هوکړې پر مهال ایران د ملګرو ملتونو له لوري د بالسټیک توغندیو په تړاو د اته کلن بندیز غځېدل منلي و.
خو ښاغلي فالن د سپینې ماڼۍ له لوري د خبرو پر مهال پر ایران داسې کوم تور پورې نه کړ، چې ګواکې د اتومي وسلو له هوکړې یې سر غړونه کړې ده.










