ټرمپ: ایران ته رسمي خبرداری ورکړل شوی

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، دا وروستیو کې یې د توغندي ازموینې له کبله ایران ته په رسمي توګه خبرداری ورکړی.
ښاغلي ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:
'ایران ته د بالسټیک توغندي ازموینې له کبله په رسمي توګه خبرداری ورکړل شوی دی. ایران باید د هغه هېښوونکې هوکړې له کبله، چې امریکا ورسره کړې، منندوی وای. ایران خپل وروستۍ ساه اخیسته، نژدې وه، چې ټوټې شې، خو امریکا میدان ته شوه او د اتومي هوکړې له لارې یې دغه هېواد ته نوی ژوند ورکړ، ۱۵۰ میلیارده ډالر ورکړل شوي.
څو ورځې مخکې امریکايي سرچینو وویل، چې ایران د یکشنبې پر ورځ د توغندي ناکامه ازموینه کړې. خو نن د ایران دفاع وزیر ویلي، چې دغه ازموینه بریالۍ وه.
له دې مخکې د امریکا ملي امنیت سلاکار مایکل فلین و شان سپایسر او دغه راز د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي و، چې ایران ته رسمي خبرداری ورکوي. اروپايي ټولنې له ایرانه غوښتي شته بې باوري دې نه ډېروي او د توغندیو له ازموینې لاس واخلي.
د ایران او نړیوالو زبر ځواکونو تر منځ له هوکړې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرېکړه لیک سره سم باید ایران د هغو توغندیو له ازموینې ډډه وکړي، چې اتومي مرمیو سرونه لېږدولای شي.

د عکس سرچینه، TWITTER
د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، دغه ازموینه له هوکړې سرغړونه ده، خو ایران ویلي دغه توغندي د اتومي وسلو لېږدولو لپاره نه دی جوړ شوی، ځکه وايي د اتومي وسلو له هوکړې سره تړاو نه لري.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمی ویلي، د ایران توغندیو ازموینه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۲۲۳۱ شمېره پرېکړه لیک سره هېڅ تړاو نه لري او د ایران مشروع دفاعي سیاست د نړیوالو قوانینو سره سم دی، د خبرو لپاره اړتیا په کې نه شته.








